ورزش

راشد خان او رحمان الله ګربز نن پي ایس ایل کې خپله وروستۍ لوبه کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د افغانستان ملي لوبډلې مخکښ توپ اچونکی راشد خان او ځوان لوبغاړی رحمان الله ګربز نن په پاکستان سوپر لیګ کې خپله وروستۍ لوبه کوي.

راشد خان چې د لاهور قلندرز لوبډلې له لوري لوبیږي، تېره ورځ د کراچي کینګز لوبډلې پر وړاندې لوبه کې ۴ ویکټې واخیستې.

بل لوري ته رحمان الله ګربز د پېښور زلمي لوبډلې پر ضد چټکې 46 منډې وکړې، هغه د اسلام اباد یونيټډ په استازیتوب لوبیږي.

د افغانستان ملي لوبډله لا دمخه د بنګلادیش پر وړاندې سیالیو لپاره دغه هېواد ته تللې ده، چې په پي ایس ایل کې ګډون کونکي لوبغاړي به هم ورسره ډیر ژر یوځای شي.

په دې تړاو محمد نبي خپله وروستۍ لوبه تېره ورځ، راشد خان او رحمان الله ګربز چې په یوه لوبه کې د یوه بل پر وړاندې لوبیږي، نن شنبه خپله وروستۍ لوبه ترسره کوي.

تمه کیږي په یاده لوبه کې له ګډون وروسته دواړه لوبغاړي له پاکستان څخه عربي اماراتو او له هغه ځایه بنګلادیش ته سفر وکړي تر څو لوبډلې سره یوځای شي.

راشد خان د پاکستان سوپر لیګ په ۷م پړاو کې نن خپله نهمه لوبه ترسره کوي چې تر دې دمه یې ۱۱ ویکټې اخیستې دي، په داسې حال کې چې رحمان الله ګربز په شپږو لوبو کې ۱۱۹ منډې کړې دي.

ځوان نور احمد او ظاهر خان چې د راتلونکو ملي لوبو لپاره د لوبډلې برخه نه دي، تر پایه به پاکستان سوپر لیګ کې ولوبیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx