نظــر

د ولس له منځه د ولس په منځ کې!

حمزه الیاس

ډېر وخت به چې ما تاریخ لوست؛ نو ما ته به ډېره مخته کېدله، چې زموږ اسلافو او پخوانیو واکمنانو له خپل رعیت او ولس سره څنګه ژوند کاوه.
ما به دا کیسې خپلو همزولو او ټولګیوالو ته کولې، مشرانو ټولګیوالو به مې د پخواني امارت کیسې کولې او ویل به یې چې په لنډ وخت کې مو داسې مشران درلودل.

زموږ د کورنۍ مشرانو به هم دا کیسې کولې، چې زموږ مشران د ولس له منځه د ولس په منځ کې وو، زه به د دوی له خبرو ډېر متاثر شوم او د داسې مشرانو ارمان به مې کاوه.

د شل کلن اشغال پر مهال به مې چې د ګوډاګۍ ادارې مشران کتل حیران به شوم، چې دا څنګه مشران دي؟ له خپل ولس وېرېږي، ځانته یې نه پرېږدي، تر ځانونو یې سیمټي دېوالونه تاو کړي، په زري موټرو کې ګرځي او…

کله چې د شل کلن اشغال ټغر ټول شو؛ نو هغه واقعي مشران مې ولیدل، کوم چې ما په تاریخ کې لوستلي وو او د مشرانو څخه مې د هغوی صفات اورېدلي وو، داسې مې انګېرله چې زه په هم هغه زمانه کې یم، د ولس خوشحالي د دې مشرانو خوشحالي ده، د ولس درد او غم د مشرانو درد او غم دی، اوس دلته د پاچا او ګدا، د غریب او شتمن … هېڅ توپیر نشته.

د دفاع وزیر او نور لوړ رتبه پلاوي چې کله ما ولیدل چې د یو ماشوم ژغورلو لپاره یې ټوله شپه رڼه کړې وه، نو حيران پاتې شوم چې واقعي دوی له خپل ولس سره مینه لري، د ولس غم ورسره دی او د نورو اولاد خپل اولاد بولي…

هوکې! چې کله یې د ماشوم د شهادت واورېدل داسي یې ژړل لکه دده چې خپل اولاد په شهادت رسېدلی وي، همدې حقائقو ته په کتو مې دا خبره په ذهن کې انګازې کوي چې ”د ولس له منځه د ولس په منځ کې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx