نړۍ

په سره سمندرګي کي سوډان له ساحل سره یوه کښتي ډوبه شوه

ship_senks_in_red_sea(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۰۲) سوډانی خبري رسنیو خبرورکړی دي، وایی هغه بیړي چي په سلګونو مسافریی په سره سمندرګي کي دسعودي په لورلیږدول دسوډان له ساحل سره څیرمه ډوبه شوه

راپورونه وایی چي بیړي کي ټول دوه سوه کسه سواره چي یواځي دري تنه ژغورل شوی دي باقي پاتي ټول غرق شوی دي، له سیمي څخه امنیتی کړیو خبرورکړي دی چي بیړي دډیرتیزوالي له کبله ډوبه شوی ده

.ډوبه شوی بیړي ددروتنو یمنیانو شریکه وه اوپه سیمه کي یی دسوډان له ځیني ګاونډیو هیوادونو څخه لکه: چاډ، نایجریا، سومالیه اریتریا هیوادونو څخه به یی  په  پټه مسافر دخلیج هیوادونو په لور وړل.

سوډانی امنیتي چارواکو خبرورکړی دی وایی دغرقی شوی بیړي مالکان چي دیمن له هیواد سره تعلق لري نیول شوی دي، امنیتي چارواکو زیاته کړی ده، سوډانی امنیتي چارواکو تیره ورځ یوه بله بیړي ونیوله چي څه دپاسه ۲۴۰  خلګ یی له سمندرڅخه دسعودی په لور وړل.

سورسمندرګي په سیمه کي له چاډ، اریتریا، نایجریا اوسومالیا څخه دسعودي اویمن په لور په پټه دخلګو په وړلو کي ډیرشهرت لري، چي اکثره وخت له دارنګه پیښو سره مخامخ کیږي.

تیره میاشت هم یوه بیړي هغه وخت غرقه شوی وه چی له لیبیا څخه یی دټونیسا په لور ۸۵۰ مسافر لیږدول، چي پکي څه دپاسه ۱۵۰ کسه وژل شوی وو.

بخت الرحمن بخت …………….نن ټکي اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x