د کابل رژيم او د بوده ګانو ترقي !

لیکوال:  – قاري محمد يونس

د بوش د واکمنۍ په وروستيو کي خلکو داسي انګېرله چي امريکا د افغانستان او عراق په جګړو کي ناکامه ده او بايد ژر تر ژره خپل فوځونه بيرته هيواد ته را ستانه کړي ، نړيوالو او په ځانګړي توګه د امريکا خلکو د امريکا د بهرني سياست بدلون غوښت ، هماغه وو چي د يموکرات کانديد بارک اوباما خپل انتخاباتي شعار change يعني بدلون اعلان کړ او خلکو ته يې وويل چي دی به ډېر ژر خپل ځواکونه هيواد ته را ستانه کړي ، مګر خلکو دده انتخاباتي نښي ته پام نه وو ، د اوباما انتخاباتي نښه « خر » وو ، خر چي په انساني ټولنو کي د يوه خواري کښ او مظلوم حيوان په بڼه پېژل کيږي په بېعقلتوب کي يې هم ساری نه موندل کېږي ، اوباما هم په خپل شعار عمل وکړ او هم يې په خپله اصلي بڼه ځان ښکاره کړ، له عراقه يې فوځيان را وايستل چي دايي د بدلون د شعار ژمنه وه او په افغانستان کي يي خرتوبۍ ته ملا وتړل ، دېرش زره نور عسکر يې هم راولېږل ، سره له دې چي دېرش زره بهرني خره يې هیواد ته راوستل ؛ د هيواد په داخل کي يې ګڼ شمېر نور پمن او شوړېدلي خره هم پر پښو ودرول او د محلي پوليسو يا اربکيانو په نامه يې ونومول ، له دغو پرمختګونو سره سره يې يو شمېر داسي سرسخته او خواري کښ خرونه هم په خاصو مقاماتو ونازول چي په غولتوب او خرتوبۍ کي يې اوس نړيوال ريکارډ ټينګ کړیدی .

له دغو مشهورو بوده ګانو يو هم د کندهار د بولدک ولسوالۍ د وېش دسيمي خواري کښ لغړی جنرال عبدالرازق “ روغ لېونی ” دی .

دغه جنرال چي په بولدک ولسوالۍ کي د بېګناه مسلمانانو د زياتو شهيدانولو له امله ورته افتخاري جنرالي ورکول سوې وه د کندهار د امنيه قوماندان په توګه هغه وخت وټاکل سو چي نور انساني ځواک د امنيت د ټينګولو جوګه نه بلل کېده او يوه حيواني ځواک په زياته بيا يوه قوي بوده ته سخته اړتيا ليدل کېده ، جنرال رازق پر دغه چوکۍ له کېښنستلو وروسته د خپل خوي او خصلت له مخي سمدستي عام وژنه پيل کړل او د هر شکمن مخالف مال ، ځان او عزت له منځه وړل يې خپل لومړيتوب وباله ، په کندهارښار کي يې ګڼ کورونه لدې امله ونړول چي يا د طالب د کورنۍ دي او يا هم طالب له بريد وروسته دلته راغلی دی ، د کندهار ښار په سهيل کي د ابراهيم خليفه بابا له زيارت سره په ريګو کي او هم د بولدک ولسوالۍ په رېګ او نورو ډېرو سيمو کي ګڼ ډله ايز قبرونه وموندل سول چي په سلګونو کسان پکښي په شهادت رسول سويوه ، د انسانانو اختطاف روزمره چاره سوه او په سيمه کي وېروونکی حالت حاکم سو .

کابل رژيم خپله ترقي په همداسي بوده ګانو کي ليدل او چي کله يې دده په برکت په هديرو کي ټينګ امنيت وليد ده ته يې نوره فوق القانون ترقي هم ورکړل چي دادی د خپلي خرتوبۍ يوه لغته يې نن وغورځول ، نن يې د ديموکرات انسان په لاس جوړ سوی قانون په لغته وواهه او خپلو سربازانو ته يې امر وکړ چي د جګړې اسير نور ژوندی مه پرېږدئ او وژنئ يې !

دده په وينا قاضيان او څارنوالان رشوت خواره دي او بيرته بنديان خوشي کوي نو قاضي ، څارنوال او محکمې ته هيڅ ضرورت نسته او دده په حيواني قانون کي بايد بندي ژر تر ژره ووژل سي.

کله چي روغ لېونی دا لغته وغورځول نو ګڼو ازادو ؟ خبريالانو او حکومتي رسنيو دده دا ناپړيته په خورا مد او شد سره خپره کړل او د ستايني په انداز يي ورباندي تبصرې وکړې ، خو پوښتنه داده که چيري دا خبره کوم طالب قوماندان کړې واي ستاسو په فکر د نړيوالو او کورنيو رسنيو ، حقوق پوهانو، سياسيونو او نورو بېلابيلو بنسټونو غبرګون به څه وای ؟

کابل رژيم او خواخوږي يې ځکه د جنرال رازق خبره تائيدوی چي د رژيم ترقي په بوده ګانو پوري تړلې ده او د بوده ګانوترقي په رژيم پوري.

پاي

قاری محمد یونس

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د