نظــر

لوټماري

ډاکټر فاروق اعظم

د سپتمبر ۱۱ حادثه معلومه نه ده چا وکړه؛ امریکا په دغه باره کې افغانستان او نړیوالو ته هیڅ شواهد وړاندې نکړل. امریکا ادعا وکړه چې دغه حادثه القاعدې کړې وه او څرنګه چې د القاعدې مشر اسامه بن لادن په افغانستان کې و، نو افغانستان یې هم ملامت کړ. وایي د زورور اوبه پر لوړه ځي؛ امریکا هم زوروره وه؛ خپله یې ادعا وکړه، خپله یې قضاوت او خپله یې حکم وکړ او خپله یې عملي کړ. (خود کوزه وخود کوزګر، خود ګل کوزه). امریکا دا خبره هم وکړه چې په دغه حادثه کې کوم افغان شامل نه و. د دوی په قول حمله کوونکي ټول عرب وه. خو بیا یې پر بې بنیاده تورونو پر افغانستان حمله وکړه او هغه یې اشغال کړ، داسې جنایتونه او ظلمونه یې وکړل چې بشر پرې شرمیږي. د القاعده مشر یې د دوی په ادعا اسلام آباد ته نژدې په پاکستان کې پیدا او مړ کړ. خو د بن لادن تر مرګ وروسته بیا هم جنګ لس کاله نور په افغانستان کې دوام وکړ او د ټولو بمونو مور پرې وغورځول شوه. دلته څو خبرې د پام وړ دي:

۱. آیا کوم شواهد شته چې د سپتمبر ۱۱مې حادثه اسامه بن لادن او د هغه ملګرو کړې وه؟ د حادثې کیف و کان ښيي چې په عربانو کې د دغسې یوې لویې او پېچلې خطرناکې حادثې د جوړولو او عملي کولو توان هیڅ نشته. پس له اویا کاله تجربو عربي هیوادونه د دولتونو په سطحه اوس هم خپل تیل پخپله نه شي را ایستلای؛ نو د امریکا په زړه کې به دا څړيوړي عربان څنګه داسې لویه حمله ډیزاین او عملي کړي او امریکا څنګه د مرګ په خوب ویده وه؟

۲. فرض کوو دا کار القاعدې کړی و، خو دا شواهد هیڅ وړاندې نه شوه چې القاعدې دا کار له افغانستانه وکړ؟ افغانستان خو له امریکا یوولس زره کیلو متره لرې ده. له دې ځایه څنګه هلته دا کار وشو؟

۳. که امریکا کولای شو د القاعده مشر په پاکستان کې چې قوي پوځ او منظم حکومت یې درلود، پیدا کړي، نو افغانستان کې خو يې ډېر اسانه پیدا کولای شو، حملې ته څه ضرورت و؟

۴. هیڅ افغان د سپتمبر ۱۱ حادثه کې لاس نه درلود، نو پر افغانستان یې حمله ناجائزه وه.
افغانستان په دغسې بې اساسه دلائلو اشغال شو او له مونږ سره لویه ناروا وشوه؛ شل کاله یې زموږ خلک وکړول. شل کاله یې جنګسالاران، د بشر حقوق ناقضین، قاچاقبران او مفسدین د وسلو او پیسو په زور پر موږ حاکمان وساتل. شل کاله یې زموږ ملي وحدت، ملي تفاهم او ټولنیز جوړښتونو ته مهلکې ضربې ورکړې. خو امریکا او ناټو د افغان مجاهد ملت د عظیمو قربانیو په نتیجه کې مات او په شرمو وشرمیدل. داسې وشرمېدل چې امریکا لا وتلې نه وه چې نظام یې سقوط شو او د شلو کالو خواري یې د دوی په مخکې په سیند لاهو شوه.

تر مزله نه رسیږي د چا بار کوږ
لالهانه به وي ها چې یې پندار کوږ

چې اوله خښته ایښې چا کږه وي
تر اسمانه به لوړیږي ها دیوار کوږ

دم قدم کې ظالمان دل آزاري کا
د ښکاري مرغه وي نوک او هم منقار کوږ

په ظاهر که رنګینه ښکاري، نو څه سو؟
جفا کاره تل همداسې لکه مار کوږ

د خپل مفتضح ماتې په غچ کې امریکا څو کاره وکړل:
لومړی:
د امریکا جمهور رئیس جوبایدن اعلان وکړ چې موږ ټول هغه افغانان باسو چې موږ سره یې تیر شل کاله په اشغال کې همکاري کړیده. دې کار ته د امریکا جمهور رئیس د خپل ناکام بړاس ایستلو په خاطر سخت ډیر تبلیغات وکړل او د خپل هیواد د قوت، نظم او تکنالوژۍ برتري یې بار بار وستایل.
ده وویل: د نړۍ په تاریخ کې په یوه اوونۍ کې چا بې له کوم خونریزۍ او تلفات ۱۲۰ زره خپل ملګري نه دي ایستلي او له خپلو هغو جنرالانو یې د دلاسایي په توګه مننه وکړه چې له افغانانو یې په جنګ کې ماته خوړلې وه.

ګورئ! جوبایډن دلته له هغو افغانانو سره ښه ونکړه چې ده خپل همکار بلل او له افغانستانه یې وایستل. ده پر هغوی ټولو دا ټاپه ولګوله چې دغو افغانانو له موږ سره د خپل وطن په اشغال کې مرسته کړیده یعنې وطنفروش دي. په داسې حال کې چې په دغه کش و ګیر کې په وتلو خلکو کې اکثریت داسې کسان، ښځې او ماشومان وه چې هیڅ یې له امریکا سره همکاري نه وه کړې. اوس بیا په همدغو کسانو دروغ هم وایي چې د مهاجرت په فورمو کې باید هر یو ولیکي چې موږ د طالبانو له وېرې راتښتیدلي یو. امریکا خپل دغه افغان ملګري په ټوله نړۍ کې نور هم وشرمول چې وګورئ د امریکا د وتلو په وخت کې دوی د ملت د قهر له وېرې د امریکا د الوتکو په ټایرونو پورې ځانونه وځړول. له افغان ملت سره یې لوی ظلم دا دی چې یو خو ټول تعلیمیافته طبقه له وطنه باسي چې بیا دا وطن آباد نه سي او بل لکه دولتي کچرې د وطنفروشۍ په ټاپه لګولو دغه افغانان په ډېره بې عزتۍ او رسوايۍ بهر ته وړي.

دوهم:
له افغانانو سره د امریکا بل لوی ظلم دادی چې بایډن اعلان وکړ چې هغه نژدې لس ملیارد ډالره ذخیره موږ بندوو کوم چې موږ ته افغانستان امانت ایښې ده. په دغه ارتباط یې یو بل ډیر عجیب، غیر قانوني او د لوټمارۍ اعلان هم وکړ چې موږ ددغو پیسو نیمې د سپتمبر د ۱۱ قربانیانو او نیم نور یې پخپل لاس د بشري مرستو په شکل د افغانستان اړو خلکو ته ورکوو. یعنې نیم خو راساً د خپلو خلکو په بهانه ګرځوو او نیم نور به د بشري مرستې تر عنوان لاندې د خپل پرسونل په معاشاتو، موټرانو، سفرونو… کې بیرته امریکا ته راوړو.

کومه لږ پیسه چې دننه افغانستان کې زموږ په لاس مصرفیږي، په هغه به اسلامي امارت ته ماران پیدا کوو او د قوي مرکزي دولت د تضعیف کار به کوو. سوال دادی چې دا شل کاله د امریکا خپل قربانیان ولې نه وه په یاد؟ هغه وخت چې هغوی ته د مرستې ضرورت و، ولې ونشو؟

دریم:
امریکایان په غلط فهمۍ کې واقع دي چې فکر کوي د اسلامي امارت روحیات یې دومره ورکمزوري کړیدي چې نه شي ویلی چې یا به زموږ ټول امانت دارايي راکوئ او یا د بشري مرستې په نوم ستاسې د مؤسساتو په ناولو استعماري لاسونو زموږ خپل حق راکول نه غواړو او په دغه ارتباط د خارجي مؤسساتو فعالیت بند کړي.
همدا راز، امریکا دا غلط فهمي هم لري چې د افغانستان تعلیم یافته طبقه د خپل هیواد د ګټو په وړاندې بې تفاوته ده؛ خصوصاً حقوقپوهان او سیاسیون به ددغسې ظلمونو خلاف آواز او قلم اوچت نکړي. دوی فکر کوي چې لکه د پخوا په شان اوس به هم په افغانستان کې د امریکا او ناټو شل کلن مظالم ثبت او بیان نه شي، زموږ د ذخیره پیسو د لوټمارۍ څخه د مخنیوي او د جنګي غرامت د غوښتلو لپاره به حقوقي دعوې جوړې او قائمې نه شي او تر مربوط مراجع پورې به ونه رسي.

د امریکا ولس هم باید د جوبایډن ددغه پریکړې په خلاف راپورته شي. دا کار د امریکا حیثیت ته سخته صدمه رسوي. بیا به هیوادونه نور امریکا د باور وړ هیواد نه بولي چې خپلې پیسې پکې وساتي او ویریږي به چې امریکا هیڅ قانوني، حقوقي او اخلاقي معیار ته متعهده نه ده؛ که وغواړي هر وخت د دوی دارايي ورڅخه ګرځولای شي. ښایي همدا اوس یو شمیر هیوادونه په دې فکر کې وي چې خپلې پیسې له امریکا وباسي.
دا په کار ده چې موږ ټول د جوبایډن ددغه فیصلې په هره وسیله چې لرو یې مخالفت وکړو او هغه د خپل حق په وړاندې د ډیجیټلي عصر یوه بدنامه لوټماري وګڼو. والسلام علیکم و رحمة الله وبرکاته
فاروق اعظم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx