نظــر

عاطفه تر سیاست ډېره لوړه ده

محمد اسماعيل يون

له دې څو ورځو راهیسې ټول ملت د زابلي ماشوم په درد او مرګ وکړېده، چا دعاګانې وکړلې، چا ژړاوې وکړې او چا د تدبیر لمنه ونیوه؛ عملاً لاس په کار شول؛ څه یې چې په وس وو، هغه یې تر سره کړل، خو ډېرو دعاوو او ډېرو هڅو بیا هم د تقدیر لوری بدل نه کړای شو.

د حیدر د کیسې عاطفي اړخ د یوسف (ع ) داستان ته ورته و، د حیدر چغې او ساندې د ښکلي یوسف د چغو درد ته نږدې وې، هلته هم یو یعقوب پر خپل یوسف ډېر وژړل او هغه درد بیا د تاریخ د تلپاتې حافظې نه هېرېدونکې برخه شوه، دلته هم یو یعقوب د خپل حیدر د ژغورنې لپاره ډېره هڅه وکړه، خو کله چې بري ته ونه رسېده، نو حیدري کوکې یې له خولې ووتې، خپله ژړا یې کنټرول نه کړای شوه، عاطفې پر ټولو شیانو غلبه وکړه، د جنګ د ډګر یو ستر جنګیالی، چې ډېر مړي او ټپیان به یې له سترګو تېر شوي وي، ډېر مړي به یې پر خپلو اوږو وړي وي، د خپل او مقابل لوري دواړه مړي به یې کتلي وي، خو کېدی شي استقامت یې دومره و، چې اوښکې یې له سترګو نه وي بهیدلې، خو دلته یې چې ژړا ټینګه نه شوه، دا د حیدر د معصومانه عاطفې د درد فوران و، چې يو فولادي انسان یې په ژړا کړ.

د حیدر د ژوند پېښه، که څه هم ډېره دردوونکې وه، خو زموږ مظلوم ملت یې پر ځان را ټول کړ، دې ژوره څاه کې د حیدر تصویر، په حقیقت کې د ټول ملت د نږدې نیمې پېړۍ د ژوند تصویر دی، که ملت د حیدر په تصویر کې خپل انځور نه لیدلی، نو دومره یې ورته نه ژړل.

د حیدر د ژوند د وروستیو سلګیو دردوونکی انځور دا پیغام ټولې دنیا ته ورساوه، چې افغان ولس څومره محروم، مظلوم او محکوم دی، چې د څو ورځو په بهیر کې هم، د عصري وسایلو د نشتوالي له امله د یو ماشوم ژوند نه شي ژغورل کېدی، اوس باید د دنیا او عقبی عالمان د علمونو د انډول په باب هم دقیق فکر وکړي، چې څه شی دنیا کې په کار دي او څه شی په اخرت کې؟

د حیدر له چغو او خپلو بېوسیو ژور عبرت اخیستل په کار دي. د دې حقیقت درک کول هم ضروري دي، چې موږ باید د چا انساني عاطفه او ژور درد د هغه او خپل ځان له سیاسي لیدلورو او تګلور سره غوټه نه کړو، د مثبت انساني کار د رد لپاره شل سنجول شوي او ناسنحول شوي دلایل ونه پلټوو، په تېره بیا متضاد سیاسي اشخاص او په اصطلاح لیکوال، چې هره عاطفي او انساني موضوع له خپل سیاسي فکر سره غوټه کوي او له همغې منفي زاویې ورته ګوري، هغه هم په داسې حال کې چې د هيڅ ډول صداقت څرک په کې نه وي. ولس او تاریخ د اوسنیو او پخوانیو چارواکو ټول اعمال څاري، ضرور نه ده چې سپاهي خپله صفايي په خپله وړاندې کړي. ولس پخواني چارواکي هم ښه کتلي او اوسني هم ښه ګوري، ښه کار ښه کار دی، که د هر چا له خوا په هر زمان او مکان کې تر سره شي. له اوسنیو چارواکو سره د خپل اختلاف د ښکاره کولو لپاره نور ډېر ځایونه شته، خو په دې عاطفي کار کې یې غندنه پر خپلې عقدې یو ډول اعتراف دی.

په زابل کې له حیدرجان سره د هر دولتي او نادولتي چارواکي خواخوږي، د هغه د ژغورنې په کار کې د هغوی هڅه، تر ډېره حده پورې یوه بشري او عاطفي موضوع وه، نه سیاسي، خو که سیاستوال هم، له ولس سره په دې ډول درد او غم کې شریک شي، کور یې ودان.

زما په نظر عاطفه تر سیاست زر ځله اوچته ده. خدای (ج ) دې ټولو هغو کسانو ته چې د حیدر ژغورنې په کار کې یې هڅې وکړې، اجرونه، حیدر ته دې جنتونه او ځورېدلې کورنۍ ته دې خدای د زړه تسکین او جمیل صبر ورکړي او زموږ ټول ملت دې نور د دې اوږدې غمیزې له ژورې څاه څخه په خپل فضل او کرم را بهر کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
zabihullah

طالبان دي په منافقت پوهيږي۔ نيشنلسټه

شالو

ستا الفاظ هم چندان شی ندی .

zabihullah

اي منافقه ستا منافقت طالبانو ته معلوم ده

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx