نظــر

دحکمتیار ناکامه ایتلافونه

لیکوال: وحدت زړه سواند

په دی وروستیو کی داسی راپورونه خپاره شول چی ګنی حزب اسلامی پتییلی ترڅو دافغانستان جمهوری ریاست ته د دوو ماڼیجنو نوماندانو (غنی ) او (عبدالله ) ترمنځ دمنځګړی او منصف رول ادا کړی .

دخبری رسنیو له لوری په واضحو ټکو ویل شوی چی دحزب اسلامی دسیاسی کمیتی مشر غیرت بهیر وایی چی د رایو شمیر او دتفتیش پایلی ګډوډی ښکاری اود هیواد برخلیک هم ورسره نالوم دی ځکه خو حکمتیار هڅه کوی چی دما ڼیجنو نوماندانو ترمنځ پراته اختلافات له منځه یوسی .

اخوا ته بیا دحزب اسلامی په رسمی ویب پاڼه (شهادت) کی دحقیار په نامه لیکوال چی دځینو لیکوالانو په آند چی ښایی حقیار به همدا خپله حکمتیار وی دماڼیجنو نوماندانو ترمنځ دمنځګړیتوب رول په کلکه ردوی او وایی (د طالبانو يو ښكنځلمار سايټ چي د جهاد او مجاهدينو دښمنان ئې چلوي، او تل د حزب اسلامي په ضد زهرجن او دروغجن تبليغات كوي، دا سايټ او ښكنځلمار ليكوال ئې حزب اسلامي ته د اصلي رقيب او دښمن په سترگه گوري، او له هر فرصت په استفادې سره د خپل زړه بړاس راباسي، كله د كوڅې او بازار په كچه ښكنځلي كوي او كله افتراء كوي او دروغجن تورونه لگوي!! دا دئ اوس ئې دا تور لگولى چي حزب اسلامي د دواړو نوماندانو تر منځ د روغي جوړي هڅه كوي، او گواكي د دې موخي لپاره ئې دواړو لوريو ته پلاوي او ليكونه لېږلي!! افغانانو ته وايو: دا د دوى د نورو مخكنيو دروغجنو تورونو په څېر دروغجن تور دئ، حزب اسلامي نه د دواړو نوماندانو تر منځ د روغي جوړي لپاره ليكونه يا هيئتونه لېږلي او نه په دې باور دئ چي د دوى تر منځ له امريكايي چارواكو پرته بل څوك وروستۍ پرېكړه او روغه جوړه كولى شي،)

حکمتیارصیب دنوماندانو ترمنځ دجوړجاړی خبره رد کړه اوهغه یی دطالبانو دیو ویب سایت زهرجن تلیغات وبلل داپه داسی حال کی چی طالبان د الاماره په نامه یوخبری ویب وسایت لری چی دهمدی ویب له لاری خپل خبرونه او پیغامونه خپره وی په هر صورت مونږ دلته دطالب او حزب داختلافاتو په باب څه نه وایوغواړو چی په دغه لیکنه کی دحکمتیار صیب سیاسی ځراکت ته لنډه کتنه وکړو

حکمتیار دخپل سیاسی سفر له پیله تر اوسه قدرت ته درسیدو په موخه مختلف سیاستونه ُ نیرنګونه او حربی کاره ولی کله یی خپل سیاسی مخالفین په مختلفو نومونو ټکه وولی او ښی درنی جګړی یی ورسره کړی او کله یی بیا خپلو موخوته درسیدو په منظور ورسره ناکام او موقتی ایتلافونه کړی سره له دی ټولو هڅو حکمتیار هم دجګړی په ډګر کی اوهم دایتلافونو په ډګر کی یوازی پاته شوی

غواړم په دی لیکنه کی هغو ایتلافونوته سر ورښکاره کړم چی حکمتیار صیب په خپل سیاسی ژوند کی جوړ کړی او بی له کومی ګټی او لاسته راوړنی یی بیرته ړنګ کړی .

۱-دکمونستی رژیم له دوهم ولسمشر حفیظ الله امین سره دحکمتیار ایتلاف :

سره له دی چی امین د اخوانیانو سر سخت دښمن وو او د اخوان المسلمین نهضت چی حکمتیار یی غړیتوب در لود داخوان الشیاطین په نامه باله دڅرخی پله په زندان کی یی ډیرمجاهدین او عام ولس په ډله یزه توګه په شهادت ورسول او آن تر دی چی دامین دوخت زندانیان تراوسه لادرکه دی د امین له دی ټولو جنایاتو سره سره بیا هم حکمتیار هڅه وکړه چی له امین سره دیوه مشترک حکومت په سر خبری وکړی داخبر دامین دکمونستی رژیم انډیوالانو لکه ګلاب زوی – اسلم وطنجار او اسدالله سروری له لوری افشا شوی چی دهمدی پټو ایتلافونو په نتیجه کی امین ووژل شو او حکومت یی سقوط وکړ ډیری شنونکی هم په دی آند دی چی دامین دحکومت سقوط او دروسانو دتجاوزعوامل همدا دامین او حکمتیار ترمنځ پټ تعلقات وو .

۲-د کمونستی رژیم د دفاع له وزیر شهنواز تڼی سره دحکمتیار ایتلاف:

دکمونستی رژیم د دفاع وزیر شهنواز تڼی چی دمجاهدینو په سر سخت دښمن یی شهرت در لود له حکمتیار سره لاس په لاس شو او د داکتر نجیب الله په ضد یی ناکامه کودتا وکړه .
بالاخره چی کله کودتا ناکامه شوه شهنواز تڼی په پاکستان کی حکمتیار ته پنا ور وړه .

۳-دخلق له دیموکراتیک ګوند سره دحکمتیار ایتلاف:

د داکتر نجیب دحکومت په ورستیو شپو ورځو کی دپښتون او پښتون ولی دنیرنګ په کارولو سره حکمتیار خلقیان دیته رامات کړل چی ورسره ایتلاف و کړی او د کابل ۸۰ سلنه واک حزب ته تسلیم کړی داچی دا ایتلاف دخلقیانو په ګټه نه وو نو ځکه ډیر ژرله ماتی سره مخامخ شو چی په نتیجه کی یی کابل دحکمتیار له لوری تر راکیټی بریدونو لاندی ونیول سو او هر ورځ به یی په لسګونو راکټ په کابل ښار توغول او بیګناه کابل ښاریان به یی په شهادت رسول .

۴- له جنرال دوستم او حزب وحدت سره دحکمتیار ایتلاف:

داستاد ربانی په حکومت باندی دحکمتیار یوازنی نیوکه داوه چی ربانی ولی له ځآنه سره کمونست دوستم او دده ملیشی ساتلی حکمتیار به تل دبین المللی رادیوګانو له حجری ویل ترڅو چی دوستم په کابل کی وی زما جهاد به ادامه لری خو حکمتیار سره له هغو ټولو نفرتونو چی د دوستمی ملیشو په مقابل کی یی در لودل دربانی دحکومت خلاف له جنرال دوستم سره ایتلاف وکړ او دهماهنګی شوری په نامه یی ورسره ګډه جبهه جوړه کړه.
داچی ددغه ایتلاف تر شا مقدس اهداف نه وو نو ځکه ډیر ژر بیرته وشړیدل .

۵-داستاد ربانی له حکومت سره دحکمتیار ایتلاف:

د استاد ربانی دحکومت په روستیو کی حکمتیار له خپل سر سخت دښمن او رقیب ( استاد ربانی ) سره دصدر اعظمی چوکی دامتیاز د تر لاسه کولو په نتیجه کی یو ځل بیا دیو بل ایتلاف کړکی پرانسته او په ښار کی یی دصدارت په چوکی تکیه وکړه کوم چی ده په خپلو لاسونو وران کړی وو .

دغه ایتلاف هم ډیره بقا ځکه ونه کړه چی دطالبانو دحملی په نتیجه کی دحکمتیار او استاد ربانی چی دواړه دیوه نهضت ( اخوان المسلمین ) غړی ول اتلافی حکومت نسکور استاد ربانی

دافغانستان شمال

او حکمتیار ایران ته په تیښته پښی سپکی کړی .

۶-د کرزی له حکومت سره دحکمتیار ایتلاف:

حزب اسلامی دخپل منحصر سیاست له مخی که څه هم په ظاهره دکرزی د اداره له سر سختو مخالیفنو څخه ګڼل کیږی او دکرزی اداره غلامه او مزدوره اداره بولی دتیر کوچنی اختر په اختریز پیغام کی یی هم دکابل د اداری متصدیان په سختو ټکو غندلی او ویلی وو: (هغه ناافغانان چي د پرديو د مټو په زور پر هېواد مسلط شوي او د روان حالت دوام غواړي هغوى ته وايو: د اشغالگرانو لمن پرېږدئ، له دوى مه غواړئ چي نور هم پاته شي، دا هيله مو نه ترسره كېږي، تاسو به داسي پر ميدان يوازي پرېږدي لكه شوروي اتحاد چي خپل كمونيست مزدوران پرېښودل، ستاسو برخليك به تر كمونيستانو هم ډېر بد وي، مگر دا چي توبه وكړئ، خداى ته مخه كړئ، د خپل ملت غېږي ته راوگرځئ، خپله توره سابقه جبران كړئ او له خپل تندي د غلامۍ تور داغونه پاك كړئ.) خو په باطن کی ددغه حزب ډیری کسان دکرزی دحکومت مهمی چاری سمباله وی آن تردی چی هلال یی دجمهوری ریاست انتخاباتو ته ودراوو چی دفیصدی په حساب یی تر ټولو کمی رایی خپلی کړی

حکمتیار صیب نه یوازی داچی خپلو اهدافو ته درسیدو په منظور له خپلو دښمنانو سره مسلحانه جګړی کړی ایتلافونه کړی روغ جوړی یی کړی بلکی خپلو موخو ته درسیدو په منظور دهیواد زیات شمیر بیګناه استادان او مجاهدین هم په شهادت رسولی دبیلګی په توګه دحرکت انقلاب اسلامی مدبر لارښود شهید مولوی نصرالله منصور او ملګری علمی هیئت چی کله له کابل دپکتیا په لور روان وو دحزب اسلامی مجاهدینو پری حمله وکړه او د مولوي نصر الله منصور په ګډون یی څو تنه جید علما په شهادت ورسول.

همدا راز دغزنی دمرکز دجبهی امیر په پیښور کی لمړی دحزب اسلامی له لوری اختطاف او وروسته په شهادت ورسول شو داسی نوری ډیر بیلګی شته چی دحکمتیار صیب دځان غوښتنی او واک غوښتنی په ارتباط دلالت کوی .

داچی اوس حکمتیار صیب غواړی د دوو ناماندانو ترمنځ جوړجاړی کوی او بل لورته دکابل اوسنی اداره فاسده او غلامه اداره بولی داد ده دپخوانیو ناکامو سیاستو یوه ناکامه سیاست یوه برخه ده دوی هم خدای غواړی هم خرما هم دکابل له اوسنی اداره سره جهاد کوی او هم یی د اعضاوو تر منځ جوړ جاړی کوی دا داسی لکه چی وایی (خان هم دا کوی هم هاغه)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قاري سعيدخوستئ

موژ هاغه وخت ويلي ؤ چي بايد ددي خلكو مخه همدا له اوسه ونيول شي كنه دا به دملت لپاره سرخوژئ جوڑشي دوئ جهاد نه كوي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x