نظــر

مؤمن پوځ او خپلواکه اردو (۱)

ابوبکر خپلواک

ډیری مشران هم دا وایي، چې دا زموږ د بریا لپاره مناسب دلیل نشي کیدای چې ووایو پرونۍ نظام داسې ۇ او موږ دا دي دومره متفاوت یو، اړتیا ده چې څو چنده متفاوت و اوسو، ځکه ددې صف او نظام ادعا او داعیه ستره ده.

اوس هم که موږ د نوي نظام د پوځ اړوند تحلیل کوو او یوازې دلیل مقايسه د تېر رژیم سره کوو دا اصل کې یوه نامناسبه لار او نیمګړی تحلیل دئ، راځئ د نوي نظام د پوځ معنوي اړخ وڅېړو، هیواد، ملي ارزښتونو او شعائرو ته په ارزښت او درناوي یې وغږېږو.

د تېر رژیم خو هر څه کاږه له سمې لارې ۇ، د پوځ لارښود استادان یې په مستقیم ډول لادینه او یرغلګرو ول، کم او زیات که افغانان هم و هغوي بیا هغه د کمونېزم په مردارۍ فکراً ککړ ۇ، رښتیا هم اکثریت یې د خلق او پرچم پاتې ژووي ۇ، دا چې استاد او مُربي په شاګرد مستقیم تاثیر پرې باسي څرنګه ممکنه ده چې د یو کافر په لاس روزل شوی ځوان دې مدافع د دین آسماني جوړ شي، هېڅکله هم نه.

راځم اصل موضوع ده؛ د نوي نظام او فتحې په راتګ سره رهبرۍ له هر څه ډېر پام نظامي اړخ ته واړولو، اړتیا هم وه، ځکه د ژوند باقي نورې چارې د امنیت په شتون کې ممکنې کیږي، له سل زره د زیات نظامي پوځ د ساخت او ساز وعده مشرانو کړې وه، لله الحمد چې دا کار دادی د بشپړتيا ته پولې رسیدلی.

د صحنې د یو عیني شاهد په توګه دا وایم چې دا پوځ د نړۍ له پوځونو په هر اړخ کې متفاوت دئ، که خبره د ټکنالوژۍ شي، دا منم چې موږ له نړۍ سره پدې میدان کې ټوپ نشو وهلی، خو شته نور زیات موادر چې بنده ددې ادعا جرئت کوي او وایي چې دا پوځ متفاوت د دونيا له نورو پوځونو دئ.

دا چې کوم موارد دي؛ په راتلونکې ۲ برخه کې یې څېړم!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

ابوبکر خپلواک صاحب

ډېره مننه چې داسې ګټورې لیکنو ته مو کار ویلای

هیله ده د ایمان او خپلواکی تر څنګ د سپین سپېڅلي افغاني لښکر د ځان بساینې په اړه هم په ځینو لارو چارو فکر وکړو …

دمتم فی امان الله،،،

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx