نظــر

وطن مور ده؟!

عبيدالله رقيب

نن مې ټویټر کې د یو دولتي بست لپاره اعلان ولید، لاندي ورته لسګونه هیوادوالو ځانونه او خپل استعدادونه وړاندي کړي و، هریو دومره زیات کمالات لرل چې زړه مې ورباندي باغ باغ کیده…

تعجب شوم چې دې خلکو دا دومره کمالات چیرته، په کومو امکاناتو او په کومو علمي ادارو کې ترلاسه کړي دي؟ وروسته مې ذهن مور/پلار (وطن/حکومت) ته ورسید، چې دې خلکو خو مور/ پلار غوندي نعمت لرلی، د مور په غیږه کې لوی شوي، تربیه شوي او د مور د شفقت له لاسه برخمن روزل شوي دي، وطن مور، حکومت پلار ده؛ هرڅوک خو یتیم نه و.

بیا مې وویل: ښه نو دا دومره زیات کمالات او دومره ډیر کمالدار اولادونه چې یوه مور یې لري بیا نو د دغو اولادونو پلار (حکومت) یو شل شوټ انسان ته چې حتی د کمپیوتر لیکمن په اصولي چوکاټ کې نشي کارولی، ولي د خدمت سوال کوي؟ داسي خو هم نه ده چې دا کمالدار اولادونه د خپلې مور خدمت نه کوي ځکه دا دی دغه یو بست ته لسګونه ځوانان وړاندي شوي دي؟!
نو راځئ په دې اړه یوڅو ترخې خبري سره وکړو:

دا چې وایې «وطن مور ده» ډیره مشهوره او د هرهغه چا په خوله وي چې د وطن د ترقي شعار غږوي.
انسان درې مورګانې لري، یوه یې انسي, بله علمي او بله تربتي مور وي.

هو، وطن مور ده، تربتي مور؛ مورکیده څلور پړاونه لري: میندوارۍ ، زیږون، رضاعت، پالل او تربیت.

هیوادنۍ مور د ځوانانو ټول پړاونه تیر کړي دي، ځوانان یې دنیا ته راوړي دي، له خپلو رګونو یې د هغوی انساني مور تغذیه کوله له هغې لاري ماشومان د ځوانۍ پړاو ته روان و؛ هیوادنۍ مور خپلو اولادونو ته له خپلې سینې نه غلې دانې، رنګانګ میوې، د تغذیې او تقویې مختلف مواد را وسپړل، هیوادنۍ مورکۍ د خپلو سترګو خوږې اوښکې د اوبو په شکل په خپلو بچیانو ولورولې.. بچیان یې لویان شول، تربیه شول، کمالدار شول، د ګټې وټې جوګه شول… لله الحمد

نوبت د مور د خدمت شو؛ اوس نو لازمه وه چې اولادونه مټې را بډوهي او د ګرانې مورکۍ خدمت وکړي، چې مورکۍ نورو ماشومو اولادونو ته فارغه وي… خو برعکس د افغاني مورکۍ میړونه اولادونه لاهم په هسکو بریتونو د مور په غیږه کې پراته او د مور سینو ته یې سترګې نیولې دي؟! اوس خو لازمه وه چې ځوان او کمالدار بچیان د مور لپاره سپر وای خو برعکس هغوی ور باندي پردي دعوتوي چې مور یې بیا په شیدو راشي او دوی یې په ارامه غیږه کې خړوب شي!! چا د ګرانې مور کیڼ بډوګی خرڅ کړ، څوک یې د خپلو ګټو لپار اندام اندام کول غواړي، نور بیا دغې زخمي زخمي، سلګۍ سلګۍ، ماتي ماتي، سپیرې مورکۍ نه د خدمت په نوم لس چنده بدله غواړي!!!

حکومت خو جسماني وجود نه لري، د حکومت ماهیت یو معنوي جوړښت دی چې په کاغذونو ترسیم کیږي؛ د همدغې هیوادنۍ مورکۍ بالغ اولادونه په دې جوړښت کې منسجم شي بس همدا مجسم حکومت وي؛ حکومت د هیوادوالو پلار او هیواد د هیوادوالو مور وي، په پلار باندي د اولادونو د مور نفقه، جامه او ارامګا لازم ده؛ خو متاسفانه د افغان مورکۍ میړه تل له داسي اعضاو مجسم وي چې خپله مېرمن د پردیو بسپنې ته اړباسي، په پردیو یې پالي، د خپلې مېرمنې د خدمت بدله له پردیو غواړي!!

له بیت المال نه د حکومت کارکوونکي ته معاش مقرر دی ترڅو دولتي کارونو ته فارغ وي، خو څومره معاش؟ اندازه لري؟ اندازه یې «ما یکفي» یعني دومره چې عادي زندګي ورباندي روانه وي، د وخت د مسلماني نړۍ عمومي واکمن (عمر بن خطاب -رضي الله عنه) د خپل زوی د جامو برخه له خپلې برخې سره یوځای کوي او بیا ورنه ځان ته یوه جوړه کالي جوړوي؛ د اسلامي نړۍ بل عمومي واکمن (عمر بن عبدالعزیز –رضي الله عنهما) د یوڅو انګورو په ارمان وي.. همدغه د امامانو په نزد د «ما یکفي» تعریف دی، خو د افغاني مورکۍ حکومتي غړي به د نړۍ کتابونه لټوي بالآخره به د علامه ابن عابدین- رحمه الله- یوه جزیه ترلاسه کوي او د «ما یکفي» تر ټولو لوړ معیار به د ځان لپاره انتخابوي، حال دا چې هیواد یې په نړۍ کې په ترټولو ټیټ حالت کې ده؛ مامورین مو له سپیرې او د بل در ته ولاړې درویزګرې مورکۍ نه د سعودي او اماراتو برابر معاش غواړي، کنه قسم یې کړی چې د مورکۍ لپاره یو خلی په بل نکړي!!

زموږ د ټولو مورګانو همدغه حال دی, د علمي مورکۍ په اړه يې واورئ; یو طالب راته وویل: فلان شیخ صاحب د مدرسو لپاره په زیرو او وظیفو ټولولو سخت شدید رد کوي او دا کار حرام ګڼي؛ ماول شیخ صاحب خپله ګوله له کومه کوي؟ ویلي د مدرسې له خوا معاش لري؛ ماول څومره معاش؟ وایې د میاشتي (۵۰) زره کلداري. ماول هو، ما شاء الله، ښه «ما یکفي» ده، شیخ ته ووایه دا پیسې د مدرسې د طالبانو لپاره وقف شوې دي، ستا لپاره شرعا د کفایت اندازه روا ده، خو ته چې د طالب لپاره یو سوړ ټوک ناروا بولي او په خپلو بچیانو په میاشت کې پینځوس زره مصرفوې نو دغه انصاف د پیغمبر وراثت نه ده، د ځان لپاره چیرته بل مورث ګوره؛ طالب خو دغسي وجدان ټوک ټولولو ته مجبور کړی، که تا د خپلو اولادونو او خپلې ښځې لپاره د طالب په څېر مصرف لرلای نو طالب مست و چې په هر کور باندي یې ټوک ټولولای?!
ښاغلو وزیرانو، رئیسانو، والیاو او مامورینو! خپله مورکۍ (هيواد) تاسو او ستاسو اشتهاو همدغه حالت ته راوستې ده، حق مو د ذرې او تقاضا مو د خروار وي!!

زموږ د تربتی مورکۍ تل همدغه حالت وي، د دغسي اولادونو مور ده او د دغسي میړه مېرمن وي، هرڅوک ورنه برخه غواړي خو هیڅوک یې حق نه مني، حتی په تیرو څلویښتو کلونو کې هر مېړه سوال ته مجبوره کړې ده، هریوه خرڅه کړې ده، هربچي یې د «ما یکفي» په بهانه په لویو بریتونو سینې زبېښلې دي، هیڅوک داسي نشته چې مکلف خدمت یې وکړي، هیڅوک دا احساس نه لري چې له مورکۍ سره انصاف وکړي، وران ویجاړ حالت یې وګوري، او ووايې چې یواځي دومره به ورنه وغواړو چې د دغې بوډۍ په دا سپیرو رګونو کې چلیږي…!!

زموږ د حکومتونو مسؤلینو تل د بیت المال په پیسو د مشهورو تاجرانو سره سیالي کړې ده، مسؤلین غواړي د هیواد د تاجرانو غوندي بنګله، جامه، موټر، خوراک، څښاک او نور وسائل ولري، زموږ د مسؤلینو اولادونه د تاجرانو له اولادونو نه هم په لوړه هوا کې وي؛ زوی مړې تاته خیر و؟! که اشتهاء لرې نو لاړ شه چوکۍ پریږده د تاجر غوندي خولې توی کړه، سفرونه وکړه، حیثیت او دبدبه دي ترپښو لاندي کړه او د هرچا منت‌بار شه.. دا ستا جیب ته خو د تاجر خولې توییږي، د تاجر زکات، مالیات او ګمرکات دي چې تاته ترې «ما یکفي» راځي او خپلې وظیفې ته یې فارغ کړی یې؛ نو ته له تاجر سره د هغه په پیسو سیالي ولي کوې؟! هرڅوک په خپل ځای شخصیت لري، پیدا کړی خدای د سر د پاسه سر دی، که تاجر له مالي امکاناتو برخمن دی خو ته بیا په معنوي برخه کې مخکښ یې، تاجر تاته مراجعه کوي، ستا دفتر ته درځي، ته په چوکۍ ناست او هغه درته په غولي ولاړ وي.. ته نو ځان د سلیمان (علیه السلام) په ائینداره کې مه ګوره چې هم به دي تخت وي او هم مال!!

د خوارې او زخمي مورکۍ يوڅه زخمونه چې حکومت ورته ملهم پټۍ کړي هغه بيا د ولس په نوم زامن ورباندي مسلط شي او پټۍ ورنه وشلوي او وينې يې وڅټي…! هيڅوک ورباندي رحم نه کوي… !!

د هیوادنۍ مورکۍ عزتمنو بچیانو! راځئ له هغوی نه یې زده کړو چې د مور د حریت لپاره یې په سینو باندي بارود وپیچل، شپه ورځ یې په ځانونو یوه کړه، د بدن وینې یې ورکړې خو مور یې د دښمن له مردارو پنجو خلاصه کړه؛ راځئ انصاف وکړو، ګرانه مورکۍ مو چمتو ده چې له دغه زخمي زخمي بدنه هم دومره درکړي چې ستاسو ګوزاره ورباندي وشي خو له نسونو جوالونه مه جوړوئ؛ زخمي او فقیره مورکۍ مو ستاسو په حال دردیږي تاسي يې مه دردوئ؛ مورکۍ مو مه مجبوروئ چې ستاسي لپاره خپل اندمونه وپلوري یا خپل ځان په ګروي ورکړي؛ الله تعالی د مور او پلاره په اړه فرمایې (ولا تقل لهما أف) مور او پلار ته د ځورولو ادنا خبره هم مه کوئ. عزتمنو وروڼو، مشرانو او کشرانو! خپل پلار (حکومت) مو د نورو نوکرئ ته مه اړباسئ چې بیا نو هرڅه د هغوی په امر ترسره کړي؛ یوڅه صبر وکړئ، ګوزاره وکړئ، له مور او پلار (هیواد/حکومت) سره لاس یو کړئ او راتلونکی خپله وټاکئ!!
وفقکم الله تعالی وایانا
وصلی الله تعالی وسلم علی خیر خلقه محمد وعلی آله وصحبه اجمعین
عبيد الله رقيب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx