افغانستان

د افغانستان بانک وایي د ۳۲ ملیونه ډالرو نوره بشري مرسته راورسېده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲ کب، ۱۴۰۰ل): د افغانستان بانک وایي چې افغانستان ته د بشري مرستو په لړ کې د ۳۲ ملیونه ډالرو نغدي مرسته نن دوشنبه کابل ته راورسېده.

مرکزي بانک وایي چې افغانستان ته ددې مرستو له پېل تر دې مهاله د نغدي بشري مرستو شپاړسمه کڅوړه ده چې کابل ته راځي او افغانستان نړیوال بانک یا (AIB) ته سپارل کیږي.

یاد بانک زیاته کړې چې د افغانستان بانک د هېواد د مرکزي بانک په توګه له مرسته کوونکو هېوادونو د مننې ترڅنګ غواړي چې له افغانستان سره د بانکې اړيکو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو کې هم مرسته وکړي.

د افغانستان بانک په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې وه چې د ملګرو ملتونو سازمان به د مارچ ۲۰۲۲ تر پایه هر اونۍ ۲۰ میلیونه امریکايي ډالر له افغانستان سره مرسته وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx