افغانستان

خوستي قومونه: افغان حکومت د خلکو په خوښه او د خلکو له منځه راغلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه،  ۲ کب، ۱۴۰۰ل): د خوست قومونو نن په یوه لویه غونډه کې وویل چې سرپرست افغان حکومت د خلکو په خوښه او د خلکو له منځه راغلی، چې د د قومونو په همکارۍ یې شل کلن اشغال ختم او هېواد ته یې خپلواکي واخیسته.

د خوست قومونو په دغه غونډه کې په یوه خوله وویل چې نړۍ دې د افغانستان نوی سرپرست حکومت په رسمیت وپيژني او د افغانانو کنګل شوي شتمنۍ دې ازادې شي.

دوی وویل  چې افغان حکومت په کم وخت کې د خلکو په خوښه او د خلکو په ګټه کار کړی او ټول قومونه ترې مننه کوي.

خوستي قومي مشرانو ویناوالو په نړیوالو غږ وکړ، چې د افغانستان حکومت دې په رسمیت وپيژني او د هېواد کنګل شوې شتمني دې ازادي کړي.

دوی زیاته کړه چې یاده شتمني د افغان ولس ده چې باید زر تر زره ازاده شي.

په دغه غونډه کې سیاسي شخصیت آنس حقاني وویل چې د افغان حکومت نوي مسؤولین په دین او خاوره هیڅکله معامله نکوي او د دین او خاورې ساتنې لپاره یې قربانۍ ورکړي او زندانونه یې تېر کړي دي.

ښاغلي حقاني زیاته کړه، چې افغان حکومت له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او ګڼ شمېر هیوادونو سره یې په اړیکو کې د پام وړ پرمختګ کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

په افغانستان کې يو سوچه اسلامى حکومت جوړښت د ټولو افغانانو يوه جدي غوښتنه او هيله وه کوم چې الله تعالى د اسلامى امارت د شا زلمو په بيسارو قربانيانو تحقق وموند. الحمدلله چي افغان ولس د اسلامى دولت او شرعي نظام خاوند کړو. 🌴🕌🕋🕌🌴

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx