نظــر

مؤمن پوځ او خپلواکه اردو (۲)

ابوبکر خپلواک

په هغه حویلۍ کې چې زموږ پکې زندګي وه، څو اوطاقه د رژیم د نظامي اکاډمۍ د خذندګانو هم وه، ما به چې د دوي تر نېمې شپې بنډار، د سهار لمونځ ترک او تر نېمې ورځې خوب او بیا د جمعې د لمانځه په وخت په پارک کې لغړ سرونه په چرسو او نېشو لیدل، د دوي دل تنګې زندګۍ ته به حیران وم، خپله دوي به مې چې وپوښتل، ویل به یې د نړۍ ټول نظامیان پدې حال دي، تا به ویل د دوي له منځه خوښۍ کډه کړې.

ما د معسکر مجاهد زلمي هم د دوي په تله تلل، چې همداسې به پتنګ او جګر خون وي، د جمعې ورځې ته به شیبې شماري تر څو له اکاډمۍ فرار وکا، خو نه! هلته هر څه متفاوت او مقدس و، هلته د استاد د غیبت پر ځای د استاد مسلسلې ستاینې روانې وې. هلته د نظامیانو تر مېنځ شخړې نه بلکې د محبت هسک مدارج ول.

رښتیا هم هلته هر څه متفاوت و؛ هلته هر عمل سپېڅلی و، هر کړنې ته په نظر د عبادت کتل کېدل، هلته سختي حاکمه خو خوندوره وه، هلته مې له استادانو سره د محبت او د دوي د اطاعت نادره بېلګې ولیدې، د معسکر په ماحول کې اصلاً فرصت ګناه ته محیاء نه ۇ.

هلته به پوره ورځ مجاهد زلمي آن د سپورت او پوزېشن په وخت او میدان کې لګیا په ذکر و، هلته به په سپینه ورځ د دین په فدارکاره بچو عجیب کیفیت! راتلو، هلته استاد د رعب او وقار یو مجسم پیکر و، معمولاً به یې له سهار وروسته مجاهد زلمي پوښتل چې د شپې لیدلی خوب دې څه دئ.

هلته خوبونه له یوه سره نېک او سپېڅلي و، کم مجاهد به پاتې وي چې د معکسر دوره یې پاس کړې وي او ده دې د بشریت ستر لارښود (ص) په خوب کې لیدلی نه وي، خبره اوږده شوه، اصل موخه مې دا وه چې د نوي نظام نظامي درسګاوې او ټرنېنګ سنټرونه(معسکرات) له نظامي زدکړې ورهېخا د نفس د تزکیې مقدس مراکز دي.

لدې مراکزو فراغېدونکي مجاهد زلمي پداسې فکر روزل کیږي چې بیا د دین، وطن، مقدساتو، ملي او مشترک ارزښت دفاع ته د عبادت په نظر ګوري، دوي ستاسو بچي او ددې خاورې پاک او فداکاره زامن دي، ملاتړ او ننګ یې پر هر میدان عبادت دئ.

دوي په پراخ فکر سره روزل کیږي، دوي ته د اُمت نقشه تدریس او ښودل شوې د امت د عروج کیسې یې اورېدلې، تاسو یې ملا وتړئ، پدې مې ایمان دئ، چې هغه د آخرو زمان غمی به له همدې غیراتي خاورې ځلا کاندي. ان شاءالله!

نوی افغان پوځ د امید، عزت او دیندارۍ سمبول دئ!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

ملى اردو بايد په اسلامى او فغانى روحیه وروزل شي. او په يو اسلامى حکومت کې خپل اسلامى او افغانى وظایف وپیژني او عمل پرې وکړي او اجرا يې کړي. د ظاهر شاه د وخت نه تر اشغالى ادارې پورې زمونږه اردو او په خاص لوړ پوړي چارواکي د پردیو نظريو او ملکونو په چوپړ کې وه او د وطن ساتنې جوګه نه وه. د شوروي د اشغال او بيا د ناټو او امریکا د اشغال په ټينګښت او ملاتړ کى بوخت وه او د مظلومو افغانانو وينو يې لاسونه سره وه.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx