نظــر

د حالاتو جبر زه بدرنګه کړی وم

بدرالافکار

هوښیاران یوه خبره کوي بلکې قاعده به ورته ووایو، د بل چا په خوله زه د نړۍ تر ټولو بد انسان یم او که خپله دې وڅارلم او مطالعه دې کړم شاید د نړۍ تر ټولو ښه انسان شم، دا قاعده خورا په حقیقت بناء او صادقه قاعده ده،
امریکايي اشغال نړۍ ته د افغان ملت تعریف غلط او نامناسبه ورکړی و، دا کار یې د افغان اشوبګرانو او اخلالګرانو پر مټ کاوه؛ ویل به یې طالب د تعلیم پر وړاندې سر سخته تقابلي جهت ده ، له تعلیم سره یې کرکه په رګو کې د وینه په څېر چوش او پمپ کیږي، چا به یې په اړه داسې راپور هم جوړ کړ، نن سهار طالب ځواکونو په ….. ولایت کې د هغو نجونو په مخونو تېزاب وشیندل چې د تعلیم د زده کړې لپاره مکتب تللې،ځینو به ویل چې طالب ځواک له عصري تعلیم سره سخت حساس ده، دا هر څه یې په حق کې زیاتی و، نړیوالو ته یې غلط تعریف په کلکه معنا غلط و، ځکه دی مکلف او د حالاتو ظلم وحشت او بمبارونو مجبور کړی و تر څو کتاب قاط کړي او د هېواد د استقلالیت او ازادۍ لپاره توپګ اوږې ته کړي، اشغالګرو ته دا څرګنده کړي چې افغان ملت په ازادۍ او خپلواکۍ مین ملت ده، هیچا ته هم دا اجازه نه ورکوي چې په افغان ملت د ظلم او سفاکیت راج وچلوي.

نن چې خدای ج دا هېواد او ملت د همدې طالب په مټ د ازادۍ په نعمت ونازاوه، تېر برم او ځواک یې رامعاد کړ، ارزښتونه او مقدسات یې خپل او مصؤن کړل، ټوپک یې له غاړې ښکته او د تعلیم د ټینګښت او ترویج لپاره یې قلم ګوتې ته کړ.

د هغه تعلیم او تهذیب لپاره یې ځان او ځوان نسل دې ته برابر کړ کوم چې په اسلامي پوښ او چوګاټ کې برابر وي.

د لا ښه پرمختګ لپاره یې مختلف النوع برنامې برابرې کړې، نړیوالو ته یې واضح کړه موږ لکه څنګه چې امن پسنده خلک یو همدا شان له تعلیم سره مو مینه له ازله ده.
ځکه هغه شاعر وایي ازداي په توپک اخیستل کیږي او په قلم ساتل کیږي.

وخته لږ مې پرېږده قلم ګوتو کې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
zabihullah

ګران وروره نور هيڅ نه لرم۔ خو دومره به ووايم چي طالب هغه څوګ نه ده۔ چي د محمد ص د امت تر ټولو مومن خلک دي۔ نوري خبري نه لرم چي اشتشهادي او مجاد ته خو زمونږ د نورو مسلمانانو علماء ورته خود کش ويلي هاي افسوس ستاسي په حالت زمونږ اشتشهادي ورته خود کش ښکاري هاي هاي

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx