افغانستان

د بخښنې نړیوال سازمان: کنګل شوې اسعاري زېرمې د القاعده نه دي؛  د افغانانو دي او باید ازادې شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه،  ۳ کب، ۱۴۰۰ل): د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان اسعاري زېرمو په اړه د امریکا د حکومت وروستي تصمیم په اړه یوه اعلامیه کې ویلي دي چې کنګل شوې اسعاري زېرمې د القاعده نه دي بلکې د افغانانو دي او باید ازادې شي.

یاد سازمان ویلي دي چې د بایډن له خوا د افغانستان اسعاري زېرمو ۳.۵ میلیارده ډالر د ستمبر د ۱۱مې د پېښې قربانیانو کورنیو ته ځانګړي کول یوه تېروتنه ده.

بخښنې نړیوال سازمان زیاته کړې ده چې د ستمبر د ۱۱مې پېښې قربانیان د عدالت او غرامت مستحق دي خو د افغانستان اسعاري زېرمې د هغه چا نه دي چې په د ستمبر ۱۱مې په بریدونو کې ښکېل و.

بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې دغه پیسې د افغانستان د خلکو دي چې ډيری وګړي يې نن هم ډوډۍ نه لري.

د یادونې وړ ده چې د امریکا ولسمشر جوبایډن لس ورځې وړاندې د یوه فرمان له لارې د افغانستان بانک درې نیم میلیارده ډالر د ستمبر د ۱۱مې پېښې قربانیانو لپاره ځانګړې کړې.

د امریکا د حکومت دغه تصمیم په اړه پراخه توند غبرګونونه په رسنیو کې وښودل شول.

افغان حکومت وویل چې د ستمبر پېښه په افغانستان پورې اړه نه لري او که امریکه له خپل موقف وانه وړي دوی به هم د امریکا په اړه په خپله پالیسۍ باندې له سره غور وکړي.

همدا راز د چین بهرنیو چارو وزارت ویاندې پر خپل ټويټر پاڼې لیکلي وو چې د نړۍ پیسه دار ترین هېواد د نړۍ د غریبو خلکو شتمنۍ په ښکاره غلا کوي.

پاکستان هم همدا راز په یوه بیانیه کې ویلي وو چې په بهرنیو بانکونو کې د افغانستان بانک شتمنۍ د افغانانو دي او  د دغو شتمنیو څخه د استفادې په اړه باید افغانان په خپلواکه توګه تصمیم ونیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx