نړۍ

روسيې د اوکراین ځينې سیمې د خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپېژندلې

نن ټکی اسیا (سه شنبه،  ۳ کب، ۱۴۰۰ل): د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین د یو فرمان په لاسلیک کولو سره د ختیځ اوکراین ځينې سیمې چې د اوکراین د حکومت خلاف وسله والو تر کنترول لاندې وې د خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپېژندلې.

ډونسیک او لوهانسیک د اوکراین په ختیځ کې پرتې سیمې دي. د ۲۰۱۴ راهیسې په دغه سیمو کې د روسيې ملاتړي وسله وال د اوکراین له پوځ سره جنګیږي.

د اوکراین د حکومت وسله وال مخالفین دغه سیمې له پخوا خپلواک دولت ګڼي.

د روسيي ولسمشر د ختیځ اوکراین د ځينو سیمو په رسمیت پيژندنې وروسته په یوه اوږده تلویزوني بیانیه کې وویل چې اوکراین د روسيې د تاریخ نه بېلېدونکې برخه ده، او په وینا یې ختیځ اوکراین ځمکې د تاریخ له پلوه د روسيې ځمکې دي.

پوتین وویل چې دی باوري دی چې روسان به د نوموړي د پریکړې ملاتړ وکړي.

هغه زیاته کړه چې اوکراین هېڅ وخت یو واقعي او ريښتونی دولت نه و او په وینا د شوروي اتحاد وروسته اوکراین له مسکو هر څه غوښتي دی خو په بدل کې یې هېڅ نه دي ورکړي.

د یادونې وړ ده چې د ختیځ اوکراین د ځينو سیمو د خپلواک دولتونو په رسمیت پيژندنې وروسته روسیې دې ته لاره هواره کړه چې د  ختیځ اوکراین دغو سیمو ته چې روسيه یې اوس د خپلواک دولت په توګه په رسمیت پيژني د «امن ساتنې» په موخه ځواکونه  او وسلې ولیږي.

بل لوري ته امریکا ولسمشر د پوتین له خوا د اوکراین جلا شوې سیمې په رسمیت پيژندو وروسته د یو اجرایوي فرمان په لاسلیکولو سره د اوکراین څخه جلا شوو سیمو باندې اقتصادي بندیزونه اعلان کړي دي.

همدا راز اروپايي اتحادیې د اوکراین ځينو سیمو په رسمیت پيژندل د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ګڼلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx