افغانستان

ماليې وزارت د عوايدو په اړه د سيګار راپور رد کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ٣ کب، ۱۴۰۰ل): د ماليې وزارت د افغانستان د اوسنيو عوايدو د ارقامو په اړه د سيګار راپور رد کړى دى.

سیګار د مالیې وزارت  په حواله تېره ورځ ليکلي وو چې دغه وزارت اوس د ورځې ۳ میلونه ‌‌‌‌‌‌ډالر عواید راټولوي او په وروستیو درې مياشتو کې ٢٨٨ ميليونه ډالر عوايد راټول کړي دي.

خو د ماليې وزارت بيا د سيګار دغه راپور رد کړى دى او ويلي يې دي چې دوى تر دې دمه د عوايدو په اړه هيڅ ډول ارقام نه دي خپاره کړي.

د ماليې وزارت زياته کړې چې دوى د ملي عوايدو له پوره دقت او شفافیت څخه کار اخلي او په دې اړه خپل ولس ته ځواب ويونکي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فريدبكتياوال

سيكار ته زور وركوي زكه له زان خبري كوي !

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx