شعـــــرونه

د يار ياد/ عمر صديق

عمر صديق
ياده د يار ياده ښه ډاډه راځه و زړه ته
ويښ يم که ويده يم ته راځه راځه وزړه ته

زه په تا آباد يم ته زما د روح غذا يې
زړه ته مي خوښي يې همېشه راځه و زړه ته

ځان مه دريغه وه زما سينه درته پالنګ ده
ګوره هېر مې نکړې هره شپه راځه و زړه ته

غمه د يار غمه زه په تا باندې شادان يم
پرې مې نږدې ته هره شيبه راځه و زړه ته

ګل غوندې تازه به دې د زړه ګلدان کې ساتم
دا مې ده له تا سره وعده راځه و زړه ته

راشه خپه زړه ته مې شپېلۍ د خوښۍ ووهه
لوله ښه خوږه خوږه نغمه راځه و زړه ته

زه عمر صديق دي خوند اخلم له يادو ياره
څيرې کړه په زور زما سينه را ځه و زړه ته

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
muzkkir kahhn

ملا څوک د ملا ستا غوګ کی اذان کړي !! ملا : د انبیاؤ وارث ده، انبیاؤ علماؤ ته په وارثت کښی یو ډیر قیمت بها شی چی علم د مورثه کړي . هغه علم چی انسان خپل ر ب ته نږدی کوي ، او د تیارو څخه انسان ته نجات ورکوي . دداسی علم لرونکي ته ملا/ عالم ویل کیږي ، په امت کښی تر ټولو زیات علم لرونکی ، خلک صحابه کرام ( رضوان الله تعالی علهم)وو، نو پر همدي بناء صحابه ـ رض ـ د امت لوی علماؤ او ملایان وو، چي د علم همدا سلسله يې… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx