افغانستان

د کابل پوهنتون درسونه را روانه اونۍ پېلېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ٣ کب، ۱۴۰۰ل): د کابل پوهنتون د رهبرۍ شورا پريکړې له مخې د دغه پوهنتون درسونه د کب پر اوومه د شنبې په ورځ پيليږي.

د کابل پوهنتون رياست وايي چې د پوهنتون ژمني سمستر درسي بهير به د ديني او فرهنګي ارزښتونو په پام نيوي سره پيل شي.

د راپورونو له مخې ژمنى سمستر به د کب پر اومې پيل او د کب پر پنځه ويشتمې به ادامه وکړي.

د ژمني سمستر تر ختمېدو وروسته به د ۱۴۰۱ کال د وري له اووه ویشتمې به پسرلنی سمسټر پيل شی.

د یادونې وړ ده چې کابل پوهنتون د جدیدالشمول محصلینو نوملیکنه به هم ژمني سمسټر د ازموینو له پيل سره سمه شروع او د ۱۴۰۱  د وري تر پنځه ویشتمې به روانه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx