شعـــــرونه

په حجاب کې مرغلرې پرښتې ته!

عایشه عمار

زما ښکلې لوپټې حجاب بورقې ته مې سلام دی
په حجاب کې مرغلرې پرښتې ته مې سلام دی

څومره ښکلې پکې ښکارې زما خورې قدرمنې
د حیا نمونه ته شې حیاناکې او پتمنې

ته روانه د عایشې او خدیجې په قدمونو
په حجاب کې محجبه ته جنت ته یې په پلونو

ښایستونه ښکلاګانې راټول شوي په حجاب کې
ته سپوږمی د څوارلسمې مخ دې پټ دی په نقاب کې

رڼاګانې درسره دي تا ډېوه په لاس نیولې
ته امت ته مدرسه شه کتابچه په لاس نیولې

په حجاب کې شه ډاکټره په حجاب کې انجینره
بې حجابه چېرته نشې مدرسه کې مقرره

په حجاب کې یې روزلي اتلان قهرمانان دي
ټول امت ته څراغونه راڼه ستوري د آسمان دي

نه پوهېږم څه کمال دی څه خبره عریانۍ کې
دا چې غرب یې نشروي اسلامي امت نړی کې

عریانۍ کې بل څه نشته بس صفت د یو حیوان دی
چې په دې صفت موصوف شي دا نو څرنګه انسان دی

په قرآن کې بیان شوي د حجاب دي آیتونه
عریاني که ښه صفت وای رب به نه کړل دا حکمونه

په غربي فکر سمبالو جوړه کړې دسیسه ده
د پتمنې خور لپاره جوړه کړې یې نقشه ده

چې بې پته بې عزته د غربیانو بازیچه شي
اسلامي امت لمنه کې اغزی ماته ښیښه شي

مګر پام کوه خورجانې تل وسله په لاس ګرځېږه
تل مدام توره او ډال غشی لینده په لاس ګرځېږه

ټوله لار یې په اغزو ماتو ښیښو درته پوښلې
دې لښکرو د ابلیس په مورچلو درته پوښلې

تل جهاد ته شه روانه مجاهده قهرمانه
په حجاب کې ملکه شه پرښته شه با ایمانه

عایشه وایي په حجاب او لوپټه کې مې سکون دی
ملکه یم تاج پر سر په پاچاهی کې مې ژوندون دی
عایشه عمار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx