نړۍ

انقره: ترکيی وسوریی ته دجاسوسي په تور دري تنه ونیول

syria_refugees_camp (نن ټکي اسی جولای ۲۰۱۱/۰۷/۰۵) له انقري څخه خبرورکول شوی دي چي تورکي چارواکو دري تنه سوريی وګړي چي یوه یی  هم ښځه ده په دي تورنیول چي دسوریی هیواد ته یی جاسوسي کوله، له سیمي څخه ترکي چارواکو خبري رسنیو ته ویلی دي چي دري سره ترکي وګړي دسوریی له بی ځایه شوی یو کورونو څخه دتورکیی هیواد ته راننوتلی وو.

دترکیی هیواد رسمي سرچینو خبرورکړي دي، له هغه څخه وروسته چي ځواکونویی دسوري له کډوالو څخه دري تنه دجاسوسي په تورونیول، په کډوالو کي یی سخته ناکراري رامنځ ته کړی ده ډیر کډوال بیرته دخپلو ښارونو په لور ګرځيدلي دي.

ترکی چارواکي وایی د درو تنو سوریی وګړو له نیولو څخه وروسته سوریی  هیواد دمهاجرینو په تم ځآي کي بیړني حالات اعلان کړی دي اوبهرني مرسته کونکو ډلو ته اجازه نه ورکوي ترڅو دکډوالو پنډ غالي ته داخل شي، چارواکي وایی کیداي شي ځیني سوریی وګړي اونور بهرنیان دترکی هیواد ته له کډوالو سره دمرستي په پلمه دجاسوسي لپاره راننوځي.

ویل کیږي ترکیی دکډوالو له پنډ غالو سره شااوخواکي دترکي دڅارګري ادارو اوپولیسو کسان ځاي پرځآي کړي دي ترڅو دبهرنیو مرستو کونکو مخه ونیسي چي دکډوالو پنډغالوته داخل نه شي، په سیمه کي ترکي چارواکو دمرستو دتنظیم اوویش مسئولیت یواځي دترکي دسري میاشتي ډټولني په غاړه اوراچولي، اوټولومرسته کونکو اړخونو ته یی خبرورکړي دي چي خپلي مرستي پرځاي ددي چي ترکډوالو پوري ورسوي باید دترکیی هیواد دسري میاشتي ټولني ته وسپاري.

له بله لوري په ترکیه کي دعاجلو مرستو هغه موسسي چي دترکيی هیواد داولس مشر طیب اردګان له لوري اداره کیږي خبرورکړي چي په دي وروستیوکي دسوریی هیواد له کډوالوڅخه پنځه زره کډوال بیرته خپلو کورونو ته ستانه شوی دي، خوتراوسه پوري لا لس زره نوردکډوال په تم ځایونوکي پاته دي

بخت الرحمن بخت ………….. نن ټکي اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x