ورزش

د افغانستان او بنګلدیش لومړۍ لوبه سبا پېل کیږي، چې د اریانا په تلویزون په ژوندۍ بڼه خپریږي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۴ کب، ۱۴۰۰ل): د افغانستان او بنګلدیش کرکټ لوبډلو ترمنځ د درې پنځوس اوریزو لوبو لومړۍ لوبه سبا سه شنبه پېل کیږي چې په هېواد کې به د اریانا تلویزون له لوري په ژوندۍ بڼه خپریږي.

افغان لوبډلې له تېرو دوه اونیو راهیسې په بنګلدیش کې تمرینات ترسره کړي او د لوبغاړو په وینا چې د یادو لوبو لپاره یې بشپړ چمتو والی نېولی دی.

د کرکټ بورډ له لوري په یوې خپرې شوې ویدیو کې افغان لوبغاړي د خپلو چمتو والي څخه خوښ لیدل کیږي او زیاتوي چې ددغه هېواد د هوا حالت سره بلد شوي او کولی شي په ښه کارکردګۍ لوبې ترسره کړي.

راشد خان، محمد نبي او رحمان الله ګربز هم په پاکستان سوپر لیګ کې له ګډون وروسته د ملي لوبډلې سره یوځای شوي او د دوشنبې په ورځ یې تمرینات ترسره کړل.

د بنګلدیش او افغانستان ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه سهار په ۹:۳۰ دقیقې په چټوګرام ښار ظهور احمد چودري لوبغالي کې پېل کیږي چې د کرکټ بورډ د وینا له مخې د اریانا تلویزون له لوري به په ژوندۍ بڼه افغانستان کې خپریږي.

د بنګلدیش لوبډلې لوبډلمشر تمیم اقبال وایي چې د افغان سوکه توپ اچونکي ددوی لپاره لوی ګواښ دی چې په مخنیوي کې یې له ژور تخنیک څخه کار اخلي.

نوموړی د راشد خان، محمد نبي او مجیب الرحمن په اړه وایي، «زه د کوم ځانګړي توپ اچونکي په اړه خبرې کولو ته لیواله نه یم خو پرته له شکه دا یو با کیفیته او یو له غوره سوکه توپ اچونکو څخه دي».

افغان او بنګلادیش لوبډلو د تجربه لرونکو لوبغاړو ترڅنګ د لوبډلې په نوملړ کې یو شمېر ځوان لوبغاړي هم شامل کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx