افغانستان

کورنیو چارو وزیر: ګزمې او پيرې پر مهال په هیچا د ډز کولو اجازه نشته دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،  ۴ کب، ۱۴۰۰ل): د کورنیو چارو وزیر امنیتي ځواکونو ته امر کړی دی چې د ګزمې او پيرې پر مهال ډزې ونه کړي او یواځې په هغه صورت کې د ډز حق لري چې تر برید لاندې راځي.

د کورنیو چارو وزیر د ولایتونو امنیه قومندانیو څخه ‎د یوه مکتوب له لارې غوښتي دي چې  دخپل وظیفوي فعالیت د اجراء پرمهال له خپلو ټولو مراجعینو سره د شرعي نافذه قوانینو په رڼا کې له ښه او اخلاقي چلند څخه کار واخلي.

همدا راز امنیتي ځواکونو ته امر شوی دی چې د امنیتي او جنایی پیښو د تعقیب او نیونې پرمهال د هغوی له هر ډول شکنجی، ځورونې او توهین څخه په کلکه ډډه وکړي.

سربېره پر دې د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چې امنیتي مسوولین دې د محکمی له حکم پرته د هيچا په حقوقي موضوعاتو کې مداخله نه کوي او د مظنونینو د تعقیب او پلټنې په پلمه د خلکو په کورونو دې د شپې چاپې نه اچوي.

هغه زیاته کړې چې ‎د ضرورت په صورت کې د حوزې، ولسوالۍ، ګذر وکیل او د جومات د ملا امام په موجودیت او همکاري سره دې امنیتي مسوولین خپل ورسپارل شوی کار دورځې په رڼا کې تر سره او دولسي خلکو او مظنون دکورنۍ د غړیو شرعی حقوق کاملا رعایت کړي.

کورنیو چارو وزیر ګواښ کړی چې که د دغو مواردو څخه څوک سرغړونه وکړي نو په کلکه او له ځنډ پرته به نظامي محکمی ته سپارل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نواب

د دز بندیز یو خطر دا ده چی که داعش وی نو خپل زان په اسانی هدف ته رسولی شی، اقلا تیرونه باید وویشتل شی تر سو له لویی پیخی بچ شو.والله مستعان

طوطی

الله دی وکړی چی څوک د مشر وزیر خبری واوری او عمل پری وکړی. اوس خلک دومره سپین سترګی شوی چی د طالب او وزیر یی هم پروا نلری په رڼا ورځ صراف تښتلو کیږی وژل کیږی، د خلکو په کورونو ننوتل خو یوه معمولی خبره ده. طالب هغه پخوانی د پښتو غیرت نلری نوی طالبانو ټولو کونی ورکړی.

طوطی

ټولو نه لږو یی ورکړی. بښنه غواړم نن ټکی آسیا نن سبا سانسور هم نکوی.

Karwan

طوطي ته خپله **** ئي، نو ځکه نورو ته هم همداسي فکر کوي! دنن تکي اسيا نه خواهيش کوم چه ددي رذيل طوطي ليکني مخکي له نشر نه کنرول کړي! طالبانو کرامو ته سپکي ويل بايد مجازات شي.

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx