شعـــــرونه

محتاط ګام/ انس حقاني

انس حقاني

د تهمتونو زمانه ده محتاط ګام په کار دی
د ناپامۍ له کړنګ ونه لوېږو پام په کار دی

ژونده دا مرګ ځپلي خلک له تا هیلې لري
ژړغوڼي شونډې چې مسکۍ کړي داسې جام په کار دی

مشره په ورین تندي یې اوره ښه او بد د ولس
ښه خو نو ښه دي د ناراضو احترام په کار دي

حب د منصب وژني شعور، باسي د عقل سترګې
د داسې مینې نو د زړه ښار کې اعدام په کار دی

هر یو د مینې نیت لري خو څوک جرئت نه کوي
وخت د اظهار دی وطنوالو بس اقدام په کار دی

چې کرکې ورکې کړي نفرت له هر یو زړه وباسي
خدایه قلم ته د انس  داسې الهام په کار دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx