افغانستان

ملابرادر له ازبک سیال سره د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په اقتصادي او ترانزيټي پروژو په تطبیق خبرې کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،  ۴ کب، ۱۴۰۰ل): د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال  ملا عبدالغني برادر د ازبیکستان د لومړي وزیر مرستیال سردار عمرزاکوف سره کتنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د مناسباتو او همکاریو د پراختیا، د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د مهمو اقتصادي، ترانسپورټي او ترانزیټي پروژو د تطبیق په اړه خبرې کړي دي.

ارګ د یوې خبرپاڼې په خپروو سره ویلي دي چې ملا عبدالغني برادر د دې په څرګندولو سره چې په افغانستان کې امنیت تامین او له خاورې یې هیڅ هیواد ته ګواښ متوجه نه دی وویل چې افغان حکومت له ټولو هیوادونو سره د متوازن انکشاف تګلاره تعقیب کړې، افغانستان د نړۍ له ټولو هیوادونو او ګاونډیانو سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پراختیا غواړي.

ښاغلي برادر زیاته کړه چې، اوس په افغانستان کې د حکومتولۍ سیستم د عادي کېدو په حال کې دی او د ازبیکستان په ګډون د سیمې یو شمېر هیوادونو سره پر اقتصادي پروژو کار پیل شوی دی.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال وویل، افغانستان چمتو دی له ازبیکستان سره اقتصادي مناسبات لا پراخ کړي. نوموړي په راتلونکي پسرلي کې د (تاشکند- مزار-کابل- تورخم او پېښور) ریل پټلۍ او د سرخان-پلخمري KV ۵۰۰ برېښنا پروژو د پیل هیله وکړه او د دغو پروژو د امنیت د تامین ډاډ یې ورکړ.

په دغه کتنه کې د ازبیکستان لومړي وزیر مرستیال سردار عمرزاکوف وویل چې د ازبیکستان رهبري په دې ډاډه ده چې افغانستان د منځنۍ اسیا لاینفک جز دی او باید د سیمه ییزې اقتصادې پراختیا برخه وګرځي.

سردار عمرزاکوف د (تاشکند- مزار-کابل- تورخم او پېښور) ریل پټلۍ او د سرخان-پلخمري KV ۵۰۰ برېښنا پروژو ته په اشارې وویل، چې ازبکستان هم غواړي د یادو پروژو عملي چارې ژر پیل شي.

هغه زیاته کړه چې دی هیله لري د ریل پټلۍ پرژوې مهم تصامیم په کابل کې ونیول شي، ځکه د کار پیل له افغانستان څخه کېږي.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ د ازبکستان د صدراعظم مرستیال په یوه رسمي سفر کابل ته راغلی و او رئیس الوزرا سره یې هم په ارګ کې وکتل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx