افغانستان

رئیس الوزرا د ازبک لومړي وزیر مرستیال سره په لیدنه کې د مهمو پروژو پر تطبیق ټينګار وکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،  ۴ کب، ۱۴۰۰ل):  رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخوند  د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال سردار عمرزاکوف او مل پلاوي سره په کتنه کې د افغانستان او ازبکستان تر منځ د مهمو اقتصادي او ترانزیټي پروژ په تطبیق ټينګار وکړ.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې په دغه کتنه د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي او د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي هم حضور درلود.

د خبرپاڼې له مخې دواړو لوریو په بېلابېلو برخو کې د مناسباتو او همکاریو د پراختیا او افغانستان او ازبکستان ترمنځ د مهمو اقتصادي او ترانزیټي پروژو د تطبیق په موخه د عملي ګامونو په اړه بحث او خبرې وکړې.

د ارګ خبرپاڼې زیاته کړې چې په دغه کتنه کې رئیس الوزراء ازبکستان د افغانستان دوست او ورور هیواد وباله او هیله یې څرګنده کړه چې پر شته ستونزو برلاسي او په ګډه د سیمه ییزو پروژو د تطبیق په برخه کې هڅې وکړي.

په دغه کتنه کې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال سردار عمرزاکوف وویل، افغانستان د مرکزي او سویلي اسیا د اتصال مهم برخه ده او د دواړو هیوادونو اړوند ادارې به د مشترکو پروژو د تطبیق او په بېلابېلو برخو کې د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د همکاریو د پراختیا لپاره عملي ګامونه واخلي.

د خبرپاڼې له مخې په دغه کتنه کې مولوي عبدالسلام حنفي په خپلو خبرو کې اوزبکستان او افغانستان نږدې  ورونه او ګاونډيان وبلل چې ورته تاریخي، فرهنګي او دیني مشترکات لري.

هغه زیاته کړه، افغان حکومت د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي او ترانزیټي پروژو د تطبیق په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي وویل، چې د افغان حکومت نوي پالیسي اقتصاد محوره ده او دوی غواړي افغانستان د اقتصادي همکاریو او سیمه ییز اتصال پر مرکز بدل کړي.

هغه زیاته کړه چې افغان حکومت غواړي په راتلونکي کې افغانستان د لویو قدرتونو د سیالۍ  ډګر نه، بلکې د سیمه ییزې او بین المللي همکاریو پر مرکز او محور بدل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx