افغانستان

هند څخه د ۵۰زره ټنه غنم لومړۍ محمولې انتقال پرون پیل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،  ۴ کب، ۱۴۰۰ل): د هند د حکومت له خوا د ۵۰زره میټریک ټنه غنمو لومړنۍ محموله پرون د هند اټاري سرحد څخه پاکستان ته داخله شوه.

د راپورونو له مخې د مرسته شویو غنمو ۲۵۰۰ مټریک ټنو لومړۍ محموله د واګا-اټاري له لارې افغانستان ته په ۵۰ لاریو کې روان شول، چې پاته غنم به هم په ژر افغانستان ته ولېږل شې.

افغانستان ته د غنمو د رسېدو سره سم به، د WFP لخوا دا بشردوستانه مرسته پر خلکو ووېشل شي.

د یادونې وړ ده چې، هند له تیرو څو میاشتو راهیسي له افغانستان سره د درملو، کرونا واکسین او نورې بشردوستانه مرستي هم کړي دي.

د پاکستان او هند تر منځ د شوې موافقې له مخې دغه غنم به د یوې میاشتې په اوږدو کې په افغاني لاریو کې افغانستان ته انتقالیږي.

همدا راز د حق العبور په شمول به له دغو لاریو هېڅ ډول مالیه نه اخیستل کیږي.

تېره ورځ پاکستاني چارواکو رسنیو ته ویلي وو چې د هند او پاکستان تر منځ د شوې موافقې له مخې به۶۰ افغان لارۍ  له افغانستان څخه واګه سرحد (لاهور) ته ځي او له هغه ځایه به اټاري (هند) ته سفر کوي څو د هندي مسوولینو څخه غنم ترلاسه کړي.

د یادونې وړ ده چې د هند حکومت له یوه افغان ترانسپورتي شرکت سره افغانستان ته د هندي غنمو د انتقال اړوند هوکړه کړې چې له مخې به یې دغه شرکت خالي لارۍ د تورخم له لارې واګه سرحد (لاهور) ته لیږي او له هغه ځایه به هندي غنم افغانستان ته انتقالیږي.

د پاکستان د ګمرک مسوولینو ویلي دي چې افغان چارواکو د ټولو موټرچلوونکو هویت (پاسپورت، تذکره او نور) د لاریو نوعیت، جوړونکی شرکت، د لارۍ ظرفیت، راجستر نمبر او نور اسناد د پاکستان له بهرنیو چارو وزارت او د هند له حکومت سره شریک کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

د هند غنم خو پنځه میاشتی مخکی حواله شوی وه دا ولی دومره ځنډ راورسیدل؟ د هیڅ یو هیواد مرستو ته نباید خوشحاله شو ګرچه زمونږه عادت دادی چی هر څوک باید مونږه ته مفته یو څه راکړی خو تر څو؟ الله د وکړی چی د مسلکی، متجربو ماهرینو له وجی کانالونه جوړ کړو دشتی او بیدیاګانی ودانی کړو او د نورو له محتاجی څخه وژغورل شو. دی وطن ته صرف یو څو کسه لکه اکامورا کسان پکار دی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx