تاریخي پيښي

جهادي افسانې

فاطمه حجاز

تاریخ هغه آیینه ده چې د ملتونو او تمدنونو کیسې یې په خپله غېږه کې رانغاړلي دي، دا چې څرنګه کوچني او خوار ملتونه پر یو لوی تمدن بدلیږي، د عروج تر څوکو رسیږي او ولې ملتونه او لویې امپراتورۍ زوال کوي؟

د روسانو پر وړاندې د جهاد پر مهال، دلته افغانانو د خپل دین، عقیدې او ناموس د ساتلو لپاره سترې سترې قربانۍ ورکړې. دوی خپل ټول شته په دې لاره کې قرباني کړل، حتی دوی خپل ژوند قربان کړ، تر څو د دوی عقیده او د دوی عفت خوندي پاتې شي. هېڅ شی ونشوای کولی، دوی د خپلې عقیدې او ناموس له ساتنې او دفاع راوګرځوي.

په دغه جهاد کې افغانان یوازې نه وو، بلکې د اسلامي نړۍ له لرې لرې کونجونو، ځوانانو او عمرخوړلیو د اسلام د ساتنې لپاره راودانګل.
عرب مجاهدینو د رب د لقا‌ء او د شهادت په امېد، پخپلو وطنونو کې آرام او هوسا ژوندونه پرېښودل او د خپلو افغاني وروڼو تر څنګ د وخت د فرعون پر وړاندې ودرېدل.

دغه جهاد په خپله غېږه کې ډېر داسې داستانونه، کیسې او حکایتونه درلودل چې د مومنانو ژوندي مثالونه جوړېدلی شوای، خو متاسفانه چې په وطن کې پېښو ناخوالو له موږ هر څه هېر کړل، او دغه ناویل شوې افسانې د تاریخ له غېږې هېرې شوې.

د شل کلن اشغال پر مهال هم زموږ د جهادي تاریخ د بدنامولو او هېرولو لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې وشوې او د ټولنې عمومي ذهنیتونو ته یې زموږ جهاد د تېرو ناخوالو او جګړو په نوم د ورپېژندلو هڅه کوله.

د امریکا او نړیوال ایتلاف پر وړاندې جهاد کې، هر طالب سرتېری د جهادي ډګر عیني شاهد پاتې شوی، هغه ډګر چې د افسانو، حماسو، فداکارۍ او د سپېڅلي عشق له ناویل شویو کیسو ډک دی.
دوی هر یو مسؤولیت لري چې د جهادي ډګر د بهیر کیسې ولیکي یا یې ثبت کړي او تر نورو یې ورسوي خو که دوی دا مسؤولیت احساس نکړي دا به له جهادي ادب او راتلونکي نسل ‏سره نه جبرانېدونکې جفا وي.

راتلونکي نسلونه حق لري پوه شي چې څه ډول یې پلرونو او نیکونو د وخت امپراتوري ماته کړه.
راتلونکي نسلونه باید پوه شي چې صلیب او هلال ملګري کېدلای نشي او د دوی یو ځایوالی د اور او اوبو د یوځایوالي په شان ناممکنه ده. راتلونکي نسلونه باید د ولن ترضی عنک الیهود و لن النصاری حتی تتبع ملتهم ژوندي مثالونه وګوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx