ټولنیزه برخه

طالب العلم ته څو لارښوونې «۲» برخه

حسان مجاهد

۲۴_د ملګرو پوره احترام او خدمت کوه!

۲۵_ سبق ښه په غور او توجه اوره!

۲۶_د يو فن يا کتاب انتخاب په خپله رايه نه، بلکه د استاد په مشوره کوه!

۲۷_ استاد ته ډېر نږدې مه کېنه!

۲۸_ استاد ته په خپل نامه غږ مه کوه!

۲۹_ د علم په حصول کې کوښښ کوه!

۳۰_ له مورنۍ ژبې پرته له نورو ژبو (خصوصاً له عربي) سره مهارت پيدا کړه!

۳۱_ شپې رڼوه او خوب کم کوه!

۳۲_ د نوي درس لپاره مطالعه کوه!

۳۲_ د زاړه  درس تکرار کوه!

۳۴_ سهار وختي راپورته کېږه؛ ځکه دا ډېر د برکت وخت ده!

۳۵_ ډیر خوراک مه کوه!

۳۶_ د ځوانۍ وخت غنيمت وبوله؛ ځکه همېشه ځواني نه وي!

۳۷_دومره کوښښ مکړه چې دماغ/صحت ته تاوان وکړي!

۳۸_ همت لوی، عزم ټينګ او اراده لوړه کړه!

۳۹_له مالايعني«بې ګټي» کارو څخه پرهيز وکړه!

۴۰_ له سستي او غفلت څخه ځان وساته!

۴۱_ د علم په فضائلو او فائدو کې فکر وکړه!

۴۲_کتاب د «چهار شنبې» په ورځ شروع کوه!

۴۳_له درس ويلو بعد سبق ليکه!

۴۴_ دعا کوه او د نېکانو خلکو، خصوصاً له استادانو دعا غواړه!

۴۵_ له ملګرو سره د علم مذاکره کوه!

۴۶_د بل چا د «پړولو» په نيت زدکړه مه کوه!

۴۶_همېشه د علم په باريکيو کې سوچ کوه!

۴۷_ په هر وخت کې او له هر چا څخه (د علم) استفاده کوه!

۴۸_ له استاد څخه پوښتنه کوه!

۴۹_ د ناپوهۍ په وخت کې له الله تعالی څخه کومک وغواړه!

۵۰_د پوهې په وخت د الله تعالی حمد او شکر اداء کړه!

۵۱_ په علم او مال بخل مه کوه!

۵۲_ مال په ځان او ملګرو خرچ کړه!

۵۲_ مال د علم په لار کې مصرف کړه!

۵۳_ له طمعې ځان وساته!

۵۴_ د رخصتۍ په ورځو کې هم مطالعه او استفاده کوه!

۵۵_په سفر او حضر کې له ځان سره يو کتاب ګرځوه!

۵۶_ د باطني تزکيې او اصلاح لپاره، له يو کامل مرشد سره بيعت وکړه!

۵۷_ د اسلافو او علماوو تاريخونه لوله!

۵۸_ حلال خوراک کوه!

۵۹_ له شبهاتو څخه ځان ساته!

۶۰_ ځانته لوړ هدف وټاکه!

نور بیا ان شاء الله تعالی……..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx