
طالب د حياء او غيرت سمبول (کيسه ګۍ)
محمد کريم کامران
د سرک پر غاړه چيک پوائنټ کې د موټرونو د تلاشۍ لپاره ولاړ وم، موټر راتله او تېريده، په هغه موټر کې به مې د ډکې خولې د خندا سره کلکه تلاشي کوله، چې په کوم موټر کې به يوازې نارينه وو.
خو هغه موټر ته مې هيڅ سر نه ورښکاره کاوه، چې زنانه به په کې سپرې وې.
يو ځل يو ټيکسې چيک پوائنټ ته رانژدې کېده، چې د لرې مې وليده، چې ټکسي يو ډريور چلوي او شاته يې يوه زنانه ناسته ده، له خپل معمول سره سم چې لا موټر رارسېدلی نه و، د لاس په ښورولو سره مې د نه دريدلو اشاره ور ته وکړه.
موټر چې تر ما راورسېده، ناڅاپه مې د موټر څخه د زنانې سوې چيغې او کوکارې تر غوږ شوې، چې په اسويليو کې يې د طالبه، طالبه، نارې وهلې.
ما هم ټوپک ته ورحمله کړه، په يوه پوځي ږغ مې د درېدلو ناره پرې وکړه، ډريور چې زه د څنګ په هينداره کې وليدم، چې ګوته پر ماشه يې په څو مترۍ کې ګونډه يم، د خپل ژوند خطر يې احساس کړ، نو موټر يې په ټول توان سره مهار کړ او د سړک پر غاړه يې ودراوه.
همداسې ګوته پر ماشه د موټر په لور روان وم، موټر ته چې څومره نږدې کيدم، هغومره د ښځې ژړا او چغې په زوره کېدلې.
موټر ته چې راورسېدم او خوله مې دې ته جوړ وه، چې موټروانه لاسونه پورته کړه، ښځې په چيغو او ژړا کې راته وويل، چې دغه خدای وهلي زه له خپله کوره راتښتولې يم.
موټروان مې راکښته کړ، څنګ ته مې ودراوه، ښځې ته مې وويل، راکښته شه، ښځې په ژړغونې لهجه وويل، څه ډول درکښته شم، پښې مې تړل شوي دي او لاسونه مې تر شا زندۍ دي، دې وخت کې مې زړه دومره دردمند شو، چې بې اختياره مې تر سترګو اوښکې راغلې او هک حيران پاتي شوم، چې د مظلوميت او شرافت ددغه مجسمې لاسونه او پښې به اوس څوک خلاصوي، چې په همدې وخت کې له لوړې خوا څخه د نږدې کلي موټر راغی، په موټر کې يو سپين سرې وه، په سپين سرې مو د ښځې تړلي پښې او ولچک لاسونه خلاص کړل، د ښځې د قريبانو د پيدا کولو تر وخته مو ښځه سپين سري ته په لاس ورکړه او اختطافګر، وحشي او ظالم ډريور مو د قانون منګلو ته وسپاره.