نړۍ

روسي ولسمشر په اوکراین کې د نظامي عملیاتو پيلولو امر وکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴ کب، ۱۴۰۰ل): د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین په ختيځ کې د بېلتونپال د دفاع په موخه په دغه هېواد کې د نظامي عملیاتو د پيلولو امر وکړ.

روسي ولسمشر سهار وختي پر تلویزون راښکاره شو او او ویې ویل چې په اوکراین کې د پوځي عملیاتو پریکړه یې کړې ده.
هغه نورو هېوادونو ته ګواښ کړی دی چې که د لاسوهنې کوښښ يې وکړ نو بې سابقه پایلې به وګوري.

پوتین پر امریکا او اتحادیانو باندې تور ولګاوه چې د روسيې هغه غوښتنې يې له پامه غورځولي دي چې ناټو کې د اوکراین د شاملېدو مخنیوی کوي او مسکو ته امنیتي ضمانتونه ورکوي.

پوتین وویل چې دی د پخواني شوروي هیواد اشغال نه بلکې بې وسلې کول غواړي.

هغه وویل چې په اوکراین کې د وینې توېیدنې ټول مسوولیت به د اوکراین واکمن حکومت پر غاړه وي.

بل لوري ته امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي دي چې په اوکراین کې د مرګ او ویجاړۍ مسوول به یواځې روسیه وي. هغه وویل

چې امریکا او متحدین به یې په متحده او پریکنده ډول ورته ځواب ورکړي او نړۍ به هم له روسيې سره حساب کتاب وکړي.

د یادونې وړ ده چې روسيې دوه ورځې وړاندې د ختیځ اوکراین ځینې برخې د یو خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپېژندلې.

روسي ولسمشر هغه مهال اعلان وکړ چې په سیمه کې د امنیت ساتنې په خاطر به ځواکونه ولیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx