د جان کېري په سپارښتنه؛ غبرګو کاندیدانو د «ملي حکومت» اعلامیه لاسلیک کړه

نن ټکی اسیا(جمعه، زمری۱۷مه، ۱۳۹۳ل): لږه شېبه مخکې د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو ډاکتر اشرف غني او ډاکتر عبدالله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري سره په مطبوعاتي کنفرانس کې ګډون وکړ.

ډاکتر عبدالله عبدالله د مطبوعاتي کنفرانس پیل وکړ، نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې دوی په یوې ګډې اعلاميې هوکړه کړې چې پر اساس يې د دواړو ټاکنیزو ټیمونو لاره او تګلاره مشخصه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې د مخکنیو مذاکراتو په تعقیب سره دوی یو ځل بیا تعهد کړی دی چې د سیاسي کړکېچونو د هواري لپاره به ګډ کار کوو.
عبدالله ویلي چې دوی تعهد کړی چې ګډ کار به کوي.

د عبدالله عبدالله تر خبرو وروسته ډاکتر اشرف غني احمدزي خبرې پیل کړې او ویې ویل چې «په ګډې اعلاميې توافق د هېواد شرایطو ته په کتنې د ګډ درک پایله ده.»

نوموړي زیاته کړه چې دوی دې پایلې ته رسېدلي چې د هېواد ګټه يې په دې کې ده چې دواړه ټاکنیز ټیمونو له یوه بل سره ګډ کار وکړي.
د احمدزي ویلي چې د خلکو پر وړاندې د دواړو ټیمونه تعهد یو دی.

ده له خلکو وغوښتل چې ټاکنیز اختلافات شاته وغورځوي او سر له سبا دې د دواړو ټاکنیزو ټیمونو ملاتړي په ګډه توګه د افغانستان د اینده ګډو پروګرامونو لپاره کار پیل کړي.

اشرف غني په سیمه کې د سیاسي شرایطو ته په کتنې سره وویل چې دوی نه غواړي افغانستان د سوریې او عراق په څېر وویني.
د احمدزي اشاره د امنیتي تړون لاسلیک ته وه چې افغانان یې د لاسلیکولو سخت مخالف دي.

احمدزي زیاته کړه چې د رایو د بیا ارزونې بهیر به د وږي په دوهمه اونۍ کې پای ته ورسیږي.

دواړه نوماندانو په دې ټینګار کړی چې نننۍ ګډه اعلامیه، چې دوی لاسلیک کړې د اساسي قانون او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې نه ده.

که څه هم دغه ګډه اعلاميه رسنیو ته نه ده راوتې؛ خو شننونکي شک ښيي، چې ښايي دوی ولس ته په ډاګه یوه اعلامیه خپره او خپلو منځونو کې یې بل ډول اعلامیه لاسلیک کړي وي.

ننۍ خبري ناسته څو ساعتونو لپاره وځنډېدله چې اوس هم دوام لري.

له ډاکتر عبدالله او ډاکتر اشرف غني احمدزي وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او دواړو ټیمونو تر منځ منځګړي جان کیري خبرې وکړې، نوموړي وویل چې دواړه نوماندان دې د د شخصي ګټو پر ځای افغانستان په اینده فکر وکړي.

جان کیري زیاته کړه چې دواړو نوماندانو په دې هوکړه کړې چې په اینده کې به ګډ کار کوي او د مشکلاتو مقابله به کوي.

ده په دې تاکید وکړ، چې امریکا د افغانستان د اساسي قانون ملاتړ کوي او په دې ټینګار کوي چې د اجرايیوي پست رامنځته کول د افغانستان د اساسي قانون سره په تضاد کې نه دی. نوموړي زیاته کړې چې دوی د پارلماني نظام رامنځته کول په خپلو خبرو کې نه دي مطرح کړي.

جان کیري وویل چې دوی به د نوي دولت سره هر ډول مرستې وکړي.

د یادونې وړ ده چې جان کیري تېره میاشت هم کابل ته د دواړو نوماندانو تر منځ د منځګړتوب لپاره راغلی و.

جان کیري دواړه نوماندانو سره بېل بېل او بیا یو ځای ناستې وکړې.

د نوموړي له لیدنو کتنو او فشارونو وروسته دواړه نوماندان دې ته سره کیناستل چې ټولې رايې له سره بیا وشمېري. همدا راز د یو ګډ ایتلافي حکومت د جوړونې لپاره هم د جان کیري په سپارښتنه سره کیناستل.

د جان کیري له تګ وروسته د رایو د تفتیش بهیر څو ځل د ځنډ او خنډ سره مخ شو. ددغه لانجو له امله جان کیري یو ځل بیا کابل ته راغی او دواړه نوماندان یې د امریکا سفارت ته وغوښتل څو ټاکنیزو لانجو ته د پای ټکی کیږدي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ساپي
میلمه
ساپي

دحکمتيارجهادي اوپولادي سنگر ونړېد الحاج امام الدين ساپى مبارکه جمعه (جمعه) ٨ / ٠٨ / ٢٠١٤ کله کله پېښېږي چې يو څه ته ډېر سترگې د اميد په نظر گوري سره د ټولو اميدونو داسې پر ټکنيو لارو پاتې شي چې بيا له دې پوره کېدل ناشوني ښکاري او کله په ټولنه کې يو شخص د هيڅ چا په نظر نه راځي خو د خپلو غوره اهدافو نظر له امله چې ټولنې ته د زړه د تل نه خدمت کوي. يوه غوره ترې الله تعالى پلى کړي چې په پايله کې ترې ټولنه او الله دواړه راضي وي. خبره د… نور لوستل »

khpalwak
میلمه
khpalwak

گد حکومت ؟
ا شرف غنی خپل قبر پخپله خا ن ته جور کر خدای دوکری چه کفن یی هم حان ته جورکری وی
د طا لبا نو بر یا لیتو ب حتمی دی خکه دا غله نور دا فغا ستا ن خلک نه منی