ورزش

د افغان لوبډلې دوه سترې تیروتنې، د لوبغاړو ناسم انتخاب او غیر تخنیکي توپ وهنه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵ کب، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ بورډ او د لوبډلې مشرتابه تل د سياليو لپاره د لوبغاړو په انتخاب او د لوبې تخنیکي اړخ کې د سختو غبرګونونو سره مخ کيږي، چې لا هم دغه غبرګونونه دوام لري.

د بنګلديش پر وړاندې سيالۍ لپاره د لوبډلې په نوملړ کې د ګلبدين نائب ګډون او د توپ وهونکي له لوري د یوې او دوه منډو نه جوړولو هیر شوی تخنیک، د کرکټ پوهانو، مبصرينو او ټولنيزو فعالانو له لورې له نېوکو سره مخ شوی دی.

ملي لوبغاړی ګلبدين نائب چې بديل يې ترڅنګ ځوان عظمت الله عمرزی لوبډله کې انتخاب شوی د ناسمې کارکردګۍ سربېره په پرلپسې توګه د يوولس کسيز نوملړ برخه کيږي، خو پرځای يې بديل له پامه غورځول کيږي. دا پریکړه پوهان له یوې مخې غیر عادلانه او له بل مخې غیر تخنیکي هم بولي.

د کرکټ پوهانو په وینا چې ګلبدین نائب له تېرو څو کلونو راهیسې د ملي لوبډلې لپاره ځانګړې کارکردګي نه ده ښودلې خو بیا یې هم لوبډله کې شاملول د ځوان لوبغاړو د حق خوړلو په معنا دي، چې تر کومه به دوام کوي.

ټولنيز فعالان او کرکټ پوهان وايي چې دا لومړی ځل نه دی، د لوبډلې مشرتابه د ځوان لوبغاړو په حق کې زياتی کوي، بلکې په پرلپسې توګه له پامه غورځول به ددوی کيريئر هم له خطر سره مخ کړي.

د ګلبدين نائب بديل عظمت الله عمرزی تازه په بنګلديش غوره ليګ کې لوبېدلی چې د هوا حالاتو سره مناسبت او د بنګلديشي لوبغاړو سره بلدتيا يې په یادو لوبو کې بريالی ثابتولی شي.

ددې یو ژوندۍ بېلګه په تېره لوبه کې د ځوان فضل حق فاروقي ګډون دی، نوموړي ته فرصت ورکولو ثابته کړه چې ځوان لوبغاړي کولی شي د افغان لوبډلې بوج پر سر واخلي او خپل مسئوليت په بشپړ توګه سر ته ورسوي‌.

ځوان فاروقي د بنګلديش پر وړاندې په خپلو لومړيو دريو اورونو کې ۴ لوبغاړي وسوځول چې سيال لوبډله يې له سختو ستونزو سره مخ کړه. د نوموړي تخنيکي توپ اچونه د پوهانو او مبصرينو له لوري وستايل شوه.

بل لوري ته کرکټ پوهان د افغان توپ وهونکو هغه ستونزه هم د ملي لوبډلې د ماتو اساس بولي چې دوی د یوې او دوه منډو جوړولو وړتیا نه لري کوم چې د لوبې یو عمده ټکی ګڼل کیږي.

د بنګلدیش پر وړاندې د لومړۍ یو ورځنۍ لوبې د ماتې یو لامل دا هم بلل کیږي چې توپ وهونکو شاوخوا ۱۷۰ توپونه میس کړل، او یوازې په محدودو ځلوریزو او شپږیزو یې تکیه وکړه. دا ستونزه اوسنۍ نه، بلکې د هالنډ پر وړاندې لوبو کې او له هغې وړاندې یې افغان لوبډلې ته په بریا خپلولو کې زیان رسولی دی. په دې تړاو روزونکي هم پړ بلل کیږي چې ولې لا هم دغه ستونزه د حل لاره نه مومي.

د افغانستان کرکټ بورډ له تېرو دریو میاشتو راهیسې د ملي لوبډلې د مشر، توپ وهنې او توپ اچونې روزونکو لپاره غوښتنلیکونو جمع کولو اعلان کړی خو تر دې دمه یې بشپړ روزونکی نه دی موندلی.

کرکټ بورډ د بنګلدیش پر وړاندې لوبو لپاره د استرالیا سټورټ لا د ټاکلې مودې لپاره د مشر روزونکي په حیث ټاکلی چې د بنګلدیش پر وړاندې له لوبې یوه ورځ وړاندې د ملي لوبډلې سره یوځای شو.

د یادونې ده چې افغان لوبډلې په لومړۍ لوبه کې د بنګلدیش پر وړاندې د څلور ویکټو په توپیر ماتې ومنله. ددوی ترمنځ به دوهمه لوبه سبا جمعه په چټوګرام کې سهار ۹:۳۰ دقیقې پېل شي، چې په لوبډله کې د ځینو بدلونونو تمه کېدلی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx