افغانستان

مجاهد: پر بولدک پوله رامنځته شوې پېښه حل شوې، عوامل یې څېړو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵ کب، ۱۴۰۰ل): کندهار په سپین بولد کې د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د افغان او پاکستاني پوله ساتونکو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده.

سیمه ییزې سرچینې وایي چې نښته نن د پنجشنبې په ورځ وروسته له هغې رامنځته شوه چې پاکستاني ځواکونو مسافرو سره له ناوړه چلند وروسته پر افغان ځواکونو ډزې وکړې، چې وروسته د افغان ځواکونو له تُند ځواب سره مخ شول.

د افغانستان اسلامي امارت او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې پر یاده ستونزه د دواړو خواوو مشران خبر شوي او اوس حالات کابو شوي دي.

نوموړي لیکلي، «د کندهار په سپین بولدک کې له پاکستاني ساتونکو سره یوه محلي ستونزه پېښه شوې، متاسفانه لومړۍ ډزې د پاکستاني ساتونکو له لوري شوي دي».

هغه زیاتوي، د پېښې د عواملو په اړه بشپړه پلټنه کوي چې دا پېښه ولې رامنځته شوې ده.

سیمه ییزې سرچینو نن ټکی اسیا ته ویلي چې د پېښې ځای ته د ۲۰۵  البدر قول اردو ځواکونه هم رسېدلي، که څه هم نښته پای ته رسېدلې خو د اوس لپاره د چمن او بولدک دروازه تړل شوې ده.

راپورونه وایي چې د یادې نښتې په ترڅ کې مرګ ژوبله هم رامنځته شوې. ځایي خبریالان وایي شپږ تنه وژل شوي او له شلو زیات ټپیان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx