
شعـــــرونه
سپېره بادونه/ ذاکر اريان
ذاکر اريان
څومره سره ګران وو، ګرانه څومره سره ښکلي وو
زړونه مو صفا و هم نېتونه مو سپیڅلي وو
تا به چې سر ايښی و زما په زنګانه یاره
دواړه به خمار وو هم به دواړه زنګیدلي وو
زه به چې روان شوم ته به ما پسې روان شولې
دې کې بیا ډیر خوند و او دې ډير خلک سیزلي وو
دا يې شو تعبير چې زه او ته یې سره بېل کړلو
څه سپېره بادونه مې خوبونو کې لیدلي وو
نه خو دې زه څه وم او نه ته زمونږ د کلي وې
زړونو کې ګناه وه چې په یو بل مو بايللي وو
ده ماته نړۍ به مو بیا ټوله ننداره کوي
خپلو کې که جوړ نشو ګړنګ نه به لویدلي وو
پام کوه (ذاکره) چې مجلس کې مې نوم وانخلې
داسې به رسوا شو چې نړۍ به پيژندلي وو