افغانستان

افغان حکومت د يو شمېر ولايتونو لپاره نوي واليان او پرسونل ټاکلي

نن ټکی اسيا (جمعه، ۶ کب، ۱۴۰۰ل): د افغانستان اسلامي امارت د پلازمينې کابل سربېره په ګڼ شمېر ولايتونو کې نوي واليان او مرستيال وزيران په لوړو څوکيو ګمارلي دي.

د افغان حکومت او د اطلاعاتو او فرهنګ وياند ذبيح الله مجاهد هغه ليست خپور کړی چې په کې د امير المؤمنين ملا هبة الله اخندزاده له لوري يو شمېر واليان، امنيتي مسئولين او مرستيالان ردو بدل شوي او پر ځای يې نوي کسان ټاکل شوې دي.

دغه ټاکنې په لاندې ډول دي.

۱-  د ننګرهار ولایت پخوانی والي مولوي محمد داوود مزمل د کورنیو چارو وزارت د لومړي معین په توګه.

۲-  د زابل ولایت پخوانی مرستیال ملا عبدالخالق اخند د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو د همغږۍ د معین په توګه.

۳-  د کانونو او پترولیم وزارت پخوانی معین ملا محمد عیسی اخند د برېښنا شرکت د عمومي ريیس په توګه.

۴-  د کندهار ولایت پخوانی امنیه قوماندان ملا عبدالغفار محمدي د ۲۰۵ البدر قول اردو د مرستیال په توګه.

۵-  مولوي رحیم الله محمود د کندهار ولایت د امنیه قوماندان په توګه.

۶-  مولوي عبیدالله د پروان ولایت د والي په توګه.

۷-  مفتي محمد ادریس د پروان ولایت د مرستیال په توګه.

۸-  مولوي عزیزالله د پروان ولایت د امنیه قوماندان په توګه.

۹ – قاري محمد نعیم د بغلان ولایت د امنیه قوماندان په توګه.

۱۰- قاري صاحب بریال د کاپیسا ولایت د والي په توګه؛

۱۱-  مولوي ضیاءالحق د کاپيسا ولایت د امنیه قوماندان په توګه.

۱۲-  شیخ ندا محمد د کابل ولایت د والي په توګه.

۱۳-  مولوي محمد یونس مخلص د کابل ولایت د مرستیال په توګه.

۱۴-  مولوي سعد د کابل ولایت د امنیت د امر په توګه.

۱۵-  حاجي ګل محمد د ننګرهار ولایت د والي په توګه.

۱۶-  مولوي رباني د ننګرهار ولایت د والي د مرستیال په توګه.

۱۷-  مولوي قیام د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندان په توګه.

۱۸-  قاري بدر د کندوز ولایت د امنیه قوماندان په توګه.

۱۹-  شیخ زرمحمد نورستان د والي د مرستیال په توګه.

۲۰-  سلیمان اغا د زابل ولایت د مرستیال والي په توګه ټاکل شوي دي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

پدی عصر او یوویشتمی پیړی کی، دا وران هیواد، اقتصادی حالت ته ګوری او دا ټول شموله مقرریانی یو پکی مسلکی، انجنییر، ډاکټر، ماستر حتی دولسم پاس نښکاری. په دوی بیوزلی ختمه وی او وران ویجاړ هیواد پری جوړوی. ټول ملایان. په ریښتیا یی وویل چی زمانه آخره شی نو ستاسو تر ټولو جاهله او او نااهله به ستاسو مشران شی.

Karwan

هورا، طوطي بيا مست شوي او انقلابي ليکني ئي شروع کړي. نن تکي اسيا د دخپلو چتياتو لپاره په اجاره اخيستي. زه غواړم هم پوه شم، چه په څو د اجاره کړي!

مشوره

کوشش وکری مسلکی تقوا داره خلګ وګماری د بریشنا ریاست په ملا صاحب نه کیژی

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx