افغانستان

امنیتي ځواکونو کابل کې تصفيوي عملیات پيل کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ٦ کب، ۱۴۰۰ل): د افغان حکومت وياند وايي چې درې ګونو امنیتي ځواکونو (دفاع وزارت، کورنيو چارو وزارت او استخباراتو) په کابل او نيږدې ولايتونو کې تصفيوي عملیات پيل کړي دي.

ذبيح الله مجاهد ويلي دي چې دغه پراخ تصفيوي عمليات د ملي دفاع وزارت د مرستیال ملا محمدفاضل مظلوم په مشرۍ پيل شوي دي.

د مجاهد په وينا د عملیاتو موخه په یادو سیمو کې د  غلو، اختطافګرو، شریرو عناصرو او نورو مجرمینو نیول او له منځه وړل دي، چې د امنیتي ځواکونو لخوا مخکې له وړاندې کشف او څارل شوي.

د حکومت وياند زياته کړې چې د دغو عملیاتو په جریان کې به هيڅ ملکي کس او کور ته زیان نه رسیږي، ټول احتیاطي تدابیر به په نظر کې نیول شوي او له خلکو سره به ښه چلند کیږي.

هغه د یادو ولایتونو او سیمو له خلکو څخه غوښتنه کړې  چې د امنیتي ځواکونو سره د معلوماتو په ورکولو کې مرسته وکړي، له عملیاتو څخه د هيڅ ډول ویرې احساس ونه کړي، ځکه دغه عملیات د همدې خلکو او کابل ښاریانو، تجارانو او نورو هیوادوالو د لا ښه امنیت، ډاډ او اطمینان لپاره په لاره اچول شوي دي.

مجاهد ډاډ ورکړى چې که څوک مجرم نه وي او یا له مجرمینو سره تړاوو ونه لري، هغوی ته به هيڅ ستونزه نه وي.

هغه له خلکو غوښتي دي چې ټول  په خپلو کورنو او ځایونو کې په آرام پاتې شي او له خپلو امنیتي ځواکونو سره دې مرسته وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx