افغانستان

افغان حکومت وايي د اوکراین په کړکېچ بې طرفه يو؛ له دواړو لورو د شخړې سوله ييز حل غواړو

نن ټکی اسیا (جمعه، ٦ کب، ۱۴۰۰ل): د بهرنیو چارو وزارت وايي چې چې د اوکراین کړکيچ له نيږدي څاري او د احتمالي ملکي تلفاتو په اړه اندېښنه څرګندوي.

ياد وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې دوى د خپل بې طرفه سياست له مخې د جګړې د ښکېلو اړخونو غوښتنه کوي چې روان کړکېچ د خبرو اترو او سوله ييزو لارو حل کړي.

اعلاميې زياته کړې چې افغان حکومت د ښکېلو اړخونو څخه د زغم غوښتنه کوي او پرې غږ کوي چې داسې دريځونه غوره نه کړي چې د جګړې د شدت لامل شي.

افغان حکومت همدا راز د دواړو لوریو غوښتنه کوي چې په اوکراین کې د افغان محصلینو او مسافرو ژوند ته پاملرنه وکړي.

د يادونې وړ ده چې روسيې پرون سهار وختي پر اوکراین د څو لوريو څخه نظامي عملیات پيل کړل.

د راپورونو له مخې روسي ځواکونو د اوکراین ډيرى نظامي تاسيسات نړولي دي او يو شمېر هوايي ډګرونه يې هم نيولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx