شعـــــرونه

ژونده په څومره امیدو کې ورک یې

سيد محمد محمودي

چي یې په زړونو کې نشان کړی دی
ولا نفرت دلته توفان کړی دی

موږ به له یو،بل نه ځار شوي وای خو
لوی شیطانت مو چا تر میان کړی دی

ژونده په څومره امیدو کې ورک یې
ژونده دا تا څومره تاوان کړی دی

چې بشپړ پوه یم د وصال په قدر
په ماکې دا اثر هجران کړی دی

درده یوازې دې پرې ایښی نه یم
درده په مادي لوی احسان کړی دی

ډېر له اصلي مشکله ندي خبر
ډیرو په ما غلط ګومان کړی دی

محمودي هغه دی، څه اوږد سفر یې
د ژوند پر ستړي بیابان کړی دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx