دیني، سیرت او تاریخ

د «رجيم» لغوي او اصطلاحي معنا

احمد الله عاطفي

د قرآنکریم کې په شپږ مبارکو آیتونو کې د رجیم کلمه ذکر شوي ده، له دې سر بیره په یوه آیت کې (رجوما) او په بل آیت کې د(مَرْجُومِينَ) کلمه هم ذکر ده چې ټول په(ایتونو) کې داسې کلمات راغلي چې د هغه معنی د سنګسار یعنې رجم سره لري.

د(رجیم) کلمه له رجم نه اخيستل شوې اصلي معنی يې په ډبرو ویشتل (سنګسار)، یا رجم شوی یعنې سنګسار شوی او په اصطلاحي معنی کې د شیطان بد صفت دی چې د الله سبحانه وتعالی له رحمته رټل شوی او په لعنت ویشتل شوی چې ملعون ګرځيدلی.

شیطان او رجيم په اصطلاحي توګه د ابلیس صفت دی، شیطان يې اسم فاعل او رجیم یې اسم مفعول دی، شیطان د خپل تکبر او غرور له امله مردود وګرځید او رجیم معنی د ترسره کړي فعل له امله په لعنت وویشتل شو، د الله سبحانه وتعالی له رحمته لرې، نا امید او رټل شوی.

رجیم د راجم په معنی هم افاده کیدی شي چې دا ځانګړی صفت د شیاطینو وي یعنې خلک په وسوسو او ګمراهیو رجموي.

د شیطان له نوم سره د(رجیم) کلمې په یو ځای کېدو ډیرې معنی افاده کوي حقیقي او مجازي.

د الله سبحانه وتعالی، ملائيکو، انسانانو، پیریانو او نورو مخلوقاتو په لعنت ویشتل شوی.

په ستورو وهل شوی او وهل کیږي.

عزازیل رجيم شو.

عزازیل هغه وخت چې د الله سبحانه وتعالی د حکم نافرماني وکړه، سیدنا حضرت آدم (علیه السلام) ته يې سجده ونه کړئ، ورته وویل شو چې له آسمانه ووځه، ته مردود شوې او په تابه تر قیامته لعنت وي.

قال الله تبارک وتعالی: قَالَ فَاخْرُجْ مِنْهَا فَإِنَّكَ رَجِيمٌ.(ص :۷۷)

ژباړه: وې ویل: ترې ووځه، چې ته له شک پرته رټل شوی يې.

قال الله تبارک وتعالی: قَالَ فَاخْرُجْ مِنْهَا فَإِنَّكَ رَجِيمٌ.(الحجر : ۳۴)

ژباړه: وې ویل: له دې ځایه ووځه، چې رټل شوی يې.

ابلیس چې په بشپړه توګه ناامید او ورټل شو، د الله سبحانه وتعالی په عزت او جلال يې قسم یاد کړ چې زه به د آدم د اولادې په هره لار کې کینم او د حق له لارې د ګرځولو هڅه به کوم.

وروسته له دې چې ابلیس لعنتي او ورټل شوو، په هر پلمه او دوکه چې کېده ددې هڅه او زیار يې کاوه چې د الله سبحانه وتعالی بندګانو ته تشویش او وسواس پیدا کړي، ترڅو ددې د شیطانت په لومو کې ګير د حق له لارې وګرځول شي.

شهاب ثاقب او شیاطین:
وړاندې له دې چې ابلیس رجم یعنې لعنتي او ورټل شي، په اسمانو کې د ملایکو په ټولیو کې د عزازیل په نوم تقدیریده(د لوړ شان او عزت څښتن).

ابلیس چې ملعون وګرځید په اسمانو کې یو څه بندیزونه او قیودات وضع شول، خو بیا يې هم دومره وکړی شو چې سیدنا حضرت آدم علیه السلام او بي بي هوا ولغزوي او دوکه ورکړي، هغه هم د الله سبحانه وتعالی په نوم او قسم یادولو سره چې ستاسو خیر خواه یم.

له پېښې وروسته جنیات په پټه بره ختل او څارنه يې کوله، د ملایکو ځینې خبرې اوریدل او بیا به يې هغه خپلو ساحرانو او کاهنانو ته رسول.

د جنیاتو داخله د شهابونو په واسطه بنده شوه، دا د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د رسالت او د قرآنکریم د وحي پیلیدو سره سم عملي شو چې شیاطین به بره لاړل د ملایکو خبرو اوریدو هڅه به يې کوله شهابونو به سوزول او یايې حواس ورته ګډ وډول.

قال الله تبارک وتعالی: وَحَفِظْنَاهَا مِنْ كُلِّ شَيْطَانٍ رَجِيمٍ.( الحجر : ۱۷)

ژباړه: او هغه مو له هر رټل شوي شیطانه خوندي کړي.

د زمکې له سطحې پورته هر شي ته د اسمان خطاب کیدی شي، خو آسمانونه یو د بل له پاسه په سلګونو زره کلونو فاصله کې پراته دي، چې یواځې له ځمکې سره نږدې اسمان یعنې زموږ د ځمکې اسمان له دې کوز د ستورو، سیارو او ستور لیکو منظم ملیونونه منظومې شتون لري چې د ځینو سیارو زمونږ تر ځمکې د اربونو نوري کلونو واټن دی.

قال الله تبارک وتعالی: وَلَقَدْ زَيَّنَّا السَّمَاءَ الدُّنْيَا بِمَصَابِيحَ وَجَعَلْنَاهَا رُجُومًا لِّلشَّيَاطِينِ ۖ وَأَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَابَ السَّعِيرِ.(الملک: ۵)

ژباړه: او بې شکه چې آسمان د دې نړۍ مو ښایسته کړلو په روڼو څراغونو او کړل مو (وسیله)د شیطانانو د رټلو او دوی ته مو تیار کړلو د سرو لمبو عذاب.

موږ ته نږدې آسمان(د دنیا آسمان) هغه چې شپې له لوري موږ د ځلانده څراغونو په شکل فلکي اجرام وینو د دی آسمان په غیږ کې خوندي شوی، دا مبارک آیت د الله سبحانه وتعالی د قدرتونو او عظمتونو وسعت څرګندوي، هغه چې د لومړي آسمان په غیږ کې په ملیاردونو ستور لیکي چې هر یو يې په ملیاردونو شمسي منظومې او یو تر بل يې په ملیاردونو نوري کلونه واټن دی، له یوې خوا د ښایست او ښکلا نظاره وړاندې کوي له بل پلوه شیاطین رجموي او هدایت میندونکو ته د حق او رښتینولۍ لار ښکاره کوي.

آسمان په ستورو ښایسته شوی او دا د هر شیطان له لاس رسي محفوظ دی، کله چې شیاطین د ځینو پټو خبرونو تر لاسه کولو په هڅه کې لوړ لاړ شي، یوه روښانه شغله ورپسې شي وژني يې او یايې حواس مختل کړي، خو کله ناکله ځینې خبرونه تر لاسه کوي چې په دنیا کې خپلو لارویانو ته يې القاء کوي او بیا هغوی له دې یو رښتیا سره نور ډیر څه درواغ ګډوي او خلکو ته يې رسوي، کله چې دا یوه خبره په خپل راتلونکي وخت کې رښتیا شي بیا لرې نه ده چې خلک د هغه په نورو ډیرو درواغو هم د رښتینولۍ باور وکړي.

امام بخاري په صحیح بخاري کې د صفوان (رضی الله عنه) روایت نقلوي: الله سبحانه وتعالی چې په بره د کوم آمر پریکړه وکړي، ملایک په ډیر عجز ادب او وېرې سره خپل وزرونه غونډوي، کله چې یو څه ډاډمن شول بیا پوښتنه کوي چې ستاسو رب څه وفرمایل؟، مخاطبین فرمايي: الله سبحانه وتعالی چې څه وفرمایل، هغه حق دي، هغه عالي، لوړ او ستر ذات دی.

حضرت صفوان، خپل د لاس ګوتې یو په بل کیښودې او اشاره يې وکړه چې شیاطین داسې یو د بل په سر قطار جوړوي، چې دوی د خبرو اوریدو په هڅه کې وي چې شهاب ثاقب يې وسوځوي، کله ناکله دوی همدا د ملایکو خبرې واوري په عاجله توګه یو د بل په واسطه ساحرانو او کاهنانو ته رسوي، هغوی له یو رښتیا سره نور څه ډیر درواغ یو ځای کړي، کله چې یوه خبره يې د وړاندوېنې په توګه رښتیا شي په نورو يې هم خلک تیر وځي او باور کوي.

شهابونه څه دي او له کومه کیږي؟
د شهابونو په اړوند یوه رایه خو داده چې ستوري ماتیږي د رڼا سوځونکي وړانګې(شغلې) ترې بیلیږي.

دویمه رایه داده چې له زمکې بخارات پورته کیږي، دا بخارات د اور بڅرکي شي او له دینه د رڼا تیزې وړانګې جوړې شي.

دواړه نظريې د قرآنکریم ارشاد مخالفت نه کوي، دا هم ممکن دی چې له ستورو نه شغله ووځي او دا هم ممکن دی چې د زمکې نه بخارات پورته او د اور شغله ترې جوړه شي، چې شعاب ثاقب ترینه مراد وي.

که ستوري ماتیږي او یا له ځمکې بخارات پورته کیږي، خالق او مالک يې واحد او لاشریک ذات(رب العالمین) دی چې په هر څه اختیار لري او په هر څه قادر دی.

د شهابونو وریدل له پخوا روان وو، خو د رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) د رسالت سره سم د دې شهابونو دنده دا هم شوه چې شیاطین په نښه کړي او د دوی د جاسوسۍ هڅه شنډه کړي.

امام الوسي په (تفسیر روح المعاني) کې لیکلي: له امام زهري نه چا پوښتنه وکړه: د ستورو ماتیدل(شهاب ثاقب) له پخوا همداسې ول؟، هغه وفرمایل: هو! دا له پخوا وو، مګر د شیاطینو د ویشتلو دنده يې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) له رسالته بعد پیل شوه.

یو تفسیر دا هم دی چې مشرکینو د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) نه معجزې غوښتې، په ځواب کې د الحجر سورت (۱۶ ، ۱۷ او ۱۸) آیتونو کې وویل شو: ایا داسې په بې شمیره ستورو ښایسته آسمان، چې د الله سبحانه وتعالی د وحدانیت مظهر وړاندې کوي، دا نظم او شان يې چې په ایمان راوړلو نه قانع کوي، په څه به قانع کړی شي؟.

دا هم د قرآنکریم یو علمي اعجاز دی چې د نني پرمختللې ساینسي دورې کې ساینس همغه ادعا کوي چې قرآنکریم د نزول په وخت کې کړي.

قرآنکریم فرمايي: آسمان ته ختل ممکن نه دي او که څوک د ختو هڅه وکړي شهاب ثاقب به يې وسوځوي.

نن ډیرو سترو تحقیقاتو دا جوت او حتمي کړی چې بره آسمان ته د تګ په لار کې له ټولو نه ستر مانع شهاب ثاقب، د اور هغه سرې او سوځوونکې لمبې دي چې هره شیبه له هر لوري غورځي، ځان ترې ساتل ممکن نه دي.

ددې شهابونو په وړاندې چې هرڅه راشي، له یوې مخې يې ویلي کوي.

د شهاب ثاقب(ساتندویان) د حرارت، سرعت او فشار درجه دومره لوړه ده چې هر شی ویلي کوي، هیڅ یو شی يې مخې ته نه شي تمېدی.

همدا لامل دی چې انسان یواځې د سترو شمسي نظامونو په نسبت وړوکی شمسي نظام یو څو ستورو ته نسبي لاس رسی پیدا کړي، تر دې وړاندې تګ ورته ممکن ځکه نه دی چې د دوی وسایل د شهابونو مقابله نشي کولی او نه ترې محفوظ پاتې کیدی شي.

دا د قرآنکریم شان دی، چې څوارلس پیړۍ وړاندې کومه خبره کړې نن وینو چې یو په بل پسي په ساینسي نړۍ کې تحقق پیدا کوي.

وَمَا هُوَ بِقَوْلِ شَيْطَانٍ رَجِيمٍ.(التکویر: ۲۵)

ژباړه: او نه ده دا وینا د رټل شوي کوم شیطان.

د قرآنکریم، کلمات، آیتونه او سورتونه چې الله سبحانه وتعالی يې د جبرایل په واسطه په حضرت محمد(صل الله علیه وسلم) وحې کوي د کوم رټل شوي شیطان وینا نه ده.

د الهي کلام چې کله قرئت کوي وړاندې وروسته د رټل شوي شیطانه پناه غواړئ.

قال الله تبارک وتعالی: فَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرْآنَ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ.( النحل:۹۸)

ژباړه: نو کله چې قرآن لولې الله ته د رټل شوي شیطانه پناه یوسه.

همدا راز د درسي موضوع په اړوند، د سیدنا حضرت نوح(علیه السلام) د دعوت مخالفینو د هغه مخه په تهدیداتو نیوه.

قال الله تبارک وتعالی: قَالُوا لَئِن لَّمْ تَنتَهِ يَا نُوحُ لَتَكُونَنَّ مِنَ الْمَرْجُومِينَ.( الشعرأ:۱۱۶)

ژباړه:ويې ویل: ای نوح! که ډډه ونکړې حتماً به له سنګسار شویو شې.

(لَتَكُونَنَّ مِنَ الْمَرْجُومِينَ:حتماً به له سنګسار شویو شې.) دا د منکر قوم اخطار و چې نوح(علیه السلام) ته یې ورکاوه چې له خپلو نصایحو او د توحید له دعوته مخ وګرځوه کنه سنګسار به دي کړو.

همدا راز د عمران میرمن په اړوند قرآن فرمايي…

قال الله تبارک وتعالی: فَلَمَّا وَضَعَتْهَا قَالَتْ رَبِّ إِنِّي وَضَعْتُهَا أُنثَىٰ وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا وَضَعَتْ وَلَيْسَ الذَّكَرُ كَالْأُنثَىٰ ۖ وَإِنِّي سَمَّيْتُهَا مَرْيَمَ وَإِنِّي أُعِيذُهَا بِكَ وَذُرِّيَّتَهَا مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ. ( ال عمران: ۳۶)

ژباړه :نو کله چې يې وزیږاوه، ويې ویل: ای زما ربه! ما خو نجلۍ وزیږوله! او الله ښه پوهیږي چې څه يې زیږولي، او نارینه خو د ښځې په څېر نه وي! او ما هغه مریم ونوموله او زه دا او اولاد يې له رټل شوي شیطان ستا په پناه کې درکوم.

دا د هغه واقعې بیان دی چې د عمران(رحمه الله) میرمنې خپل د ګیډې ماشوم، د بیت المقدس خدمت لپاره نذر کړی و، په دې هوډ چې دا به هلک وي، خو کله يې چې وزیږوله نجلۍ وه(بي بي مریم) يې ونوموله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx