ادبي لیکني

پر خپل کوچني او خپله ژبه زړه وسېزئ

اجمل ښکلى

زوى مې څو کاله مخکې په يوه دري لېسه کې د مدير په دې ژمنه واچاوه، چې پښتو نصاب به ورته ښيي. څه وخت تېر شو، بچي ته مې د دري او انګليسي مضامينو زده کړه ډېره سخته وه، په ټيټ ټولګي کې مې کېناوه، خو مزه يې نه وه. مدير ته مې خپله ژمنه ورياده کړه، خو غوږ يې پرې و نه ګراوه. څو پښتانه چې بچي يې په دې ښوونځي کې وو، راټول کړل، چې ستاسو بچي به هم زما د هغه غوندې له ستونزو سره مخ وي، راځئ، چې په ګډه له مدير نه پښتو ټولګى وغواړو، ويل يې پښتو خو يې زده ده، پرېږده، چې دري زده کړه، چې د علم ژبه ده.

ورېرونه مې په پېښور کې په يوه داسې انګليسي ښوونځي کې دي، چې پر پښتو غږېدو پکې بنديز دى. له ښوونځي پرته يې ورته استاده نيولې، چې په درسونو کې ورسره مرسته وکړي، خو بيا هم ورته سخته ده.

مورنۍ ژبه که له يوې خوا د هويت او سياسي ځواک خبره ده، له بله پلوه د کوچنيانو د ژوند مساله ده. موږ کله نه پوهېږو، خو پر خپلو کوچنيانو ظلم کوو، کوچني لومړۍ زده کړې بايد په مورنۍ ژبه وکړي، چې ورته اسانه وي؛ خو موږ يې په دې خاطر چې سبا پيسې پيدا کړي، د نورو ژبو په ښوونځيو کې اچوو او هغه غريب دې ځنګل ته يوازې ورخوشې کړو.

موږ فکر کوو، چې که کوچنى مو په انګليسي، دري يا اردو ښوونځى ووايي، پرمختګ به وکړي؛ خو خبر نه يو، چې په اصل کې د هغه د پرمختګ مخه نيسو. هر کوچنى چې زده کړه کوي، بايد د ژبې ستونزه يې هواره وي، چې په اسانه علم زده کړي او دا يوازې په مورنۍ ژبه ممکنه ده. که د کوچني د زده کړې ژبه پردۍ وي، کوچني ته دوه ننګونې مخکې ولاړې دي، يوه د ژبې زده کړه او بل د علم زده کړه. کوچنى بايد هممهاله دا دوه هېندوانې په يوه لاس کې ونيسي، چې دا که ناشونې نه ده، ډېره سخته ده.

هره ژبه مازې د کلمو ټولګه نه ده، بلکې د خپل چاپېريال فرهنګي او فيزيکي قرينې هم له ځان سره لېږدوي. پردۍ ژبه نه يوازې دا چې کوچنى له خپلې ټولنې پردى کوي او د استعماري موخو منلو ته يې چمتو کوي، بلکې د مورنۍ او پردۍ ژبې ترمنځ دا فاصله ورته زده کړه سختوي، مثلا کوچنى بايد لومړى د پردۍ ژبه يوه کلمه يا جمله زده کړي بيا يې خپلې ژبې ته راواړوي، چې په مانا يې پوه شي. دا کار د علم او ژبې ترمنځ واټن دوه او آن څو چنده کوي، مثلا: په پښتونخوا کې يو کوچنى انګليسي کتاب لولي، په هغه کې د CAT کلمه راغلې، کوچنى لومړى د دې تلفظ زده کوي، بيا دا د اردو په “بلي” مانا کوي، تر هغې وروسته په دې پوهېږي، چې بلي پيشو ته وايي. دا يوه ساده بېلګه ده. داسې ډېرې پېچلې کلمې او جملې شته، چې آن کوچنيان يې په خپله ژبه کې په مانا نه پوهېږي او فکر کوي، چې دا کوم بل مخلوق دى، مثلا په دې نه پوهېږي، چې جګنو همغه د پښتو اورورکى دى. همداسې د دري ښوونځيو پښتانه ماشومان هم درواخلئ؛ خو که د يوه پښتون ماشوم په کتاب کې د “پيشو” کلمه راغلې وي، په اسانه يې زده کولاى شي، ځکه چې په خپل پښتني چاپېريال کې هره ورځ پيشو ويني؛ نو د مانا ستونزه يې حل ده، يوازې د پيشو د کلمې زده کړه او ليک بايد زده کړي.

پښتون کوچنى چې هره ورځ په خپل چاپېريال کې پيشو ويني، دا ورسره مرسته کوي، چې په اسانه د پيشو د کلمي املا ورتداعي کړي او چې کله د پيشو کلمه وويني، سملاسي د پيشو مصداق وريادېږي. دا ډول تداعي د زده کړې په چاره کې ګټوره وي؛ خو که ژبه يې مثلا انګليسي وي، لومړى به Cat لولي، بيا به د دې کلمې تړاو له بلي سره پيدا کوي او بيا د بلي کلمې تړاو پيشو ته ورکوي، دا ډېر اوږدو مزل دى او هغه پلرونه او ميندې چې په پرديو ژبو د خپلو کوچنيانو زده کړې ته خوشحاله دي، د خپلو بچيو دې کړا و ته نه ګوري او زړه پرې نه سېزي.

څېړنې ښيي، چې بريالۍ زده کړه په مورنيو ژبه ده، مثلا، موږ په خپلو بچو ساينس زده کوو. ساينسي مضامين که پردۍ ژبه وي او مثلا کوچني ته مو استاد په پردۍ ژبه لمرين نظام تشريح کړي، ګټور به وي، که په پښتو يې ورته ووايي، ښه به وي؟ يا مثلا هندسي بڼي په انګليسي ښې زده کولاى شي، که پښتو چې ورته ووايې، چې مثلث درې ګوټه يا کونجه لري او مربع څلور ګوټه او څلور يو هومره کرښې او دايره ګرده وي؟ دا ښيي، چې علم په مورنۍ ژبه ښه زده کېږي.

په کومو ځايونو کې چې ښوونځي په پرديو ژبه دي، هلته علمي وده کمزورې ده. زياتره کوچنيان چې پردۍ ژبې ورته سختې وي، له ښوونځيو زړه توري شي او په يوه نه يوه پلمه يې پرېږدي. په داسې ټولنو کې علم مازي د متن تر لوست محدود پاتې شي او رښتينى علم چې د ټولنيز شعور په لوړولو کې کوم نقش لوبوي، هغه و نه لوبوي او داسې له سواد سره ټولنه بېسواده پاتي شي، ځکه چې مازې د يوه مضمون متن يې حفظ کړى وي، په محتوا او مانا يې نه پوهېږي او دا ځکه چې پر محتوا يې د پردۍ ژبې درنه پرده غوړېدلې وي.

همدا لامل دى، چې زياتره خلک دا شک کوي، چې په پرديو ژبو د ښوونځيو موخه له خپل قوم نه د کوچني پردي کول نه دي، بلکې د بېسواده او بې شعوره ساتلو يوه لار هم ده.

هغه خلک چې په پردۍ ژبه کې علم ويني، کوچني ته بايد وخت ورکړي. پردۍ ژبه د خپلې ژبې له مخې په اسانه زده کېږي؛ خو د علم د زده کړې چانس بيا بيا نه وي. د کوچني لپاره ژبه د علم د زده کړې يوه وسيله ده. که ژبه پردۍ وي، د ماشوم انرژي د علم د ترلاسي پر ځاى د دې وسيلې په زده کړه ولګيږي.

موږ فکر کوو، چې کوچنى ډېر ښه پېژنو يا راته ځان د کوچني خواخوږى ښکاري؛ خو په واقعيت کې دا دواړه خبرې برعکس دي. موږ د خپل کوچنيتوب زياتره احساسات هېر کړي. د کوچني خپله ارواپوهنه وي. ماشوم اساني غواړي. دا چې يو پنډ کتابونه ورپه شا کړو يا پردۍ ژبه چې ده ته سخته ده، هغه ورته د لومړنيو زده کړو لپاره انتخاب کړو او دا مو هوس وي، چې په لږ وخت کې د دنيا علم په خپل ماشوم زده کړو، دا ټولې د ماشوم له روان سره سمون نه لري، هغه تباه کوي. ښه دا ده، چې د زده کړې په چاره کې د ماشوم د غوښتنو او احساساتو احترام وکړو. ماشوم ته په مورنۍ ژبه زده کړه اسانه ده او په دې لار کې پرمختګ کولاى شي، چې لږ غټ شو، بيا دې ورسره بله ژبه هم پيل کړي، چې د معلوماتو نوې لارې ورته بېرته شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx