ورزش

بنګلدیش پرلپسې دوهمه لوبه کې افغان لوبډلې ته د ۸۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ٦ کب، ۱۴۰۰ل): د بنګلدیش کرکټ لوبډلې یو ځل بیا په توپ وهنه کې په زړه پورې کارکردګي وښوده او افغان لوبډلې ته یې په پرلپسط دوهمه لوبه کې د ۸۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

په یاده لوبه کې بنګلدیش له پچې ګټلو وروسته لومړی توپ وهنه پېل کړه چې د تېرې لوبې برعکس یې ښه لوبه وکړه او په پېل کې یې لوبغاړي له لاسه ورنکړل.

یادې لوبډلې د لیټن ډاس سلیزې او مشفیق الرحیم ۸۶ منډو په مرسته په ټاکلو پنځوس اورونو کې د څلور لوبغاړو په سوځېدلو 306 منډې وکړې.

ددوی له لوري لیټن ډاس په زړه پورې توپ وهنه وکړه او ۱۳۶ منډې وکړې، نوموړي د مشفیق الرحیم سره د ۲۰۲ منډو ملګرتیا وکړه.

د افغانستان لپاره فرید احمد ملک ۲ ویکټې واخیستې. دغه راز فضل حق فاروقي او راشد خان یوه یوه ویکټه وسوځوله، په داسې حال کې چې مجیب الرحمن او محمد نبي په ویکټه اخیستلو بریالي نشول.

د هدف په تعقیب کې افغان پېلیز توپ وهونکي ناکام شول چې ځوان ریاض حسن په پېل کې په  منډه وسوځېد او ورپسې شهیدي هم خپله ویکټه له لاسه ورکړه.

ددوی له لوري که څه هم رحمت شاه او نجیب ځدران ۸۹ منډې ملګرتیا وکړه خو وروسته یې پرلپسې ویکټې له لاسه ورکړې.

په دې سره افغان لوبډلې په شپږڅلویښتم اور کې ټولې ویکټې له لاسه ورکړې او د ۳۰۶ منډو په ځواب کې یې ۲۱۴ منډې وکړې، چې د ۸۸ منډو په توپیر یې ماتې ومنله.

په توپ وهنه کې د افغانستان لپاره نجیب الله ځدران ۵۴، رحمت شاه ۵۲، محمد نبي ۳۲ او راشد خان ۲۸ منډې وکړې.

د یادونې ده چې په یاده لوبه کې تکړه اوپنر توپ وهونکی ابراهیم ځدران د ژوبلېدو له کبله کښينول شوی و او پرځای یې ریاض حسن شامل شوی و، دغه راز د ګلبدین نائب پرځای عظمت الله عمرزی او د یمین احمدزي پرځای فرید ملک لوبډله کې شامل شوي وو.

له دې وړاندې په لومړۍ لوبه کې افغان لوبډلې بنګلدیش ته د ۲۱۴ منډو هدف ټاکلی و چې بنګلدیش دغه هدف د څلورو ویکټو په توپیر خپل کړی و. ددوی ترمنځ دریمه لوبه به د یکشنبې په ورځ د فروري په ۲۷مه نېټه ترسره شي.

باید وویل شي چې بنګلدیش لوبډلې د کرکټ سوپر لیګ په جدول کې لومړی مقام خپل کړ، په داسې حال کې چې افغانستان اووم مقام ته ښکته شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx