نړۍ

امریکا په نړی کي نور ستر قوت نه دی پاته، د امریکا ولس

liberty-cryingنن ټکی آسیا: امریکا نو د نړی سپر طاقت نه دی، دا خبره خپله امریکایانو په یو تازه سروې کي کړې.

د امریکا د ټایمز میګزین له خوا په یوه تازه خپره شوې سروې کي ویل شوي، چي نور خپله امریکایان دا فکر نه کوي، چي ددوی هیواد دي نور په نړی کي د یو سپر طاقت یا ستر ځواک په توګه پاته وي، هغوی ویلي چي د امرېکي حکومت باید اوس د نړیوالو مشکلاتو څخه مخ راواړه وي،

او خپل د هیواد دننه مسایلو ته جدي پاملرنه وکړي.

په سروې کي ویل شوي چي د درو څخه دوه حصې امریکایان په دې عقیده دي چي د تیرو لسو کلونو راهیسي امریکا د نړیوال طاقت په حیث د زوال په لور روانه ده، او د امریکا هغه پخوانی رعب اوس ختم شوی دی.

په سروې کي ویل شوي چي د څلورو څخه هر دریم سړي دا رایه ظاهره کړې چي د امریکې اوسني داخلي اقتصادي حالت د امريکې لپاره تر ټولو ستر خطر دی، او باید حکومت دغه خطر ته تر ټولو زیاته پاملرنه وکړي.

باید وویل شي چي د تیرو لسو کلونو راهیسي امریکا پر افغانستان باندي یرغل کړی، چي په پایله کې په نړی کي خپل هغه پخوانی مقام بایللی، او اقتصادي حالت يې ډیر کمزوری سوی دی، چي اوس حتی خپله امریکايي ولس دې ته متوجه شوی او ژر تر ژره د حکومت څخه دا یرغل ختمول غواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x