ورزش

ملتان او لاهور د پي ایس ایل پایلوبې ته لار وموندله

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷ کب، ۱۴۰۰ل): د پاکستان سوپر لیګ لوبې وروستي پړاو ته ورسېدې چې ملتان سلطانز او لاهور قلندرز لوبډلو پایلوبې ته لار وموندله.

د جمعې په ورځ د لاهور قلندرز او اسلام اباد یونیټډ لوبډلو ترمنځ دوهمه ایلیمنیټر سیالي ترسره شوه چې له جالبې لوبې وروسته لاهور دغه سیالي د شپږ منډو په توپیر وګټله او پایلوبې ته ووتله.

له دې وړاندې اسلام اباد لوبډلې د پېښور زلمي لوبډلې ته په لومړي ایلیمنیټر لوبه کې ماتې ورکړې وه.

بل لوري ته لاهور قلندرز لوبډلې چې په جدول کې یې دوهم مقام درلود، کوالیفایر پړاو ته لار موندلې وه او ملتان سلطانز سره مخامخ شوه کومه لوبډله چې په لومړي مقام وه، ملتان بریا خپله کړه او لاهور ایلیمینټر ته ووتله.

په پاکستان سوپر لیګ کې د یو شمېر بهرني لوبغاړو ترڅنګ افغان لوبغاړو هم ګډون وکړ چې اوسمهال یاد لوبغاړي په ملي سیالیو کې د ګډون موخه دغه لوبې پریښودې.

د یادو سیالیو پایلوبه به د یکشنبې په ورځ په لاهور کې د ملتان سلطانز او لاهور قلندرز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

ملتان لوبډلې د پرلپسې دوهم ځل لپاره د پي ایس ایل پایلوبې ته لار موندلې، خو تېر ځل یې کراچي کینګز ته پایلوبه کې ماتې منلې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx