ورزش

د روسیې او اوکرین کړکیچ؛ د چمپینز لیګ پایلوبه له روسیې څخه پاریس ته انتقال شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷ کب، ۱۴۰۰ل): د اروپا اتلانو لیګ اداره وایي چې د روسیې او اوکرین د کړکیچ له کبله یې د روسیې په سانت پیترزبرګ کې ترسره کېدونکې پایلوبه پاریس ښار ته د انتقالېدو پریکړه کړې ده.

د چمپینز لیګ UEFA ادارې له لوري په دې تړاو په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د روان کړکیچ له کبله له روسیې څخه د اروپا اتلانو لیګ د پایلوبې کوربه توب د فرانسې پلازمینې پاریس ښار ته انتقال کړل شو.

دوه ورځې وړاندې د روسیې ځواکونو پر اوکرین برید وکړ چې له هغې وروسته د اروپا فوټبال ادارې په بیړنۍ غونډه کې د جمعې په ورځ یاده پریکړه اعلان کړه.

د یادې اعلامیې له مخې نه یوازې د چمپینز لیګ پایلوبه بل هېواد ته منتقل شوه، بلکې د اروپا اتلانو لیګ ادارې د اوکرین او روسیې هغو کلبونو څخه چې په نړیوال سیالیو کې ګډون کوي تر بلې خبرتیا پورې د لوبو لپاره د متبادلو او غیر جانبدارو ځایونو د غوره کولو غوښتنه کړې ده.

بل لوري ته روسیې د اروپا اتلانو لیګ دغه ګام «شرمناک» بللی، او د یاد حکومت ویاند زیاته کړې چې سانت پیترزبرګ ښار د پایلوبې ترسره کولو لپاره هر ډوله ممکنه اسانتیاوې چمتو کوي.

ټاکل شوې وه د اروپا اتلانو لیګ پایلوبه د مۍ میاشتې په ۲۸مه نېټه د روسیې په سنت پیتزبرګ ښار ګزپروم ارینا کې ترسره شي، دغه لوبغالي کې د ۲۰۱۸م کال فیفا نړیوال جام پایلوبه هم ترسره شوې ده.

دا پرلپسې دریم کال دی چې د اروپا  اتلانو لیګ پایلوبه د ځينې ستونزو له امله له کوربه هېواد څخه بل ته منتقلیږي، له دې وړاندې د کووید-۱۹ له کبله د ترکیې له استنبول څخه د پرتګال لیسبن ته او له استنبول څخه د پرتګال پورتو ته انتقال شوی دی.

اوس به دغه پایلوبه د پاریس په استادي دې فرانس په لوبغالي کې ترسره شي. دغه لوبغالي کې پخوا دوه ځل په ۲۰۰۰م او ۲۰۰6م کالونو کې د چمپینز لیګ پایلوبې ترسره شوي دي.

د ۸۰ زره نندارچیانو ظرفیت لرونکي دغه لوبغالي له دې وړاندې د ۱۹۹۸م کال د فیفا نړیوال جام او د ۲۰۱6م یورو پایلوبو کوربه توب هم کړی دی.

ددې سربېره د پولند، چک جمهوریت او سویډن فوټبال فدراسیونونو په یوه ګډه اعلامیه کې د فوټبال نړیوال فدراسیون څخه غوښتي تر څو راتلونکي نړیوال جام ته د غوراوي پلی آف لوبو لپاره د روسیې پرځای بل هېواد انتخاب کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx