نظــر

روغتیا وزارت ته د امر بالمعروف وزارت د سپارښتنو په اړه

فاتح افغان

پرون ځينې رسنيو خبر خپور کړ چې د امر باالمعروف چارواکو د يوې ناستې په ترڅ کې د عامې روغتیا وزارت چارواکو ته څه سپارښتنې کړي او غوښتنه يې ترې کړې ترڅو ددې وزارت کړنلاره عملي کړي.
په سپارښتنو کې راغلي و چې نارینه کارکوونکي دې ږیره نه خريي او خولۍ یا پګړۍ دې په سر کړي.

الحمد لله اسلام کامل او شامل دين دی، په اسلامي نظام کې امر بالمعروف د دولت د نورو ارګانونو په څېر بايد په روغتيا باندې هم نظر وساتي، موږ د حسبې په کتابونو کې د (الحسبة علی الأطباء) تر عنوان لاندې مستقل مباحث لرو، چې طبيب او ډاکټر څارل کيږي چې د انسانانو له ژوند سره خو به لوبې نه کوي؟
آيا طب يې لوستی او که نه؟ په خپل فيلډ کې څومره حذاقت او پوهه لري؟ د ناروغ سمه درملنه کولای شي او که نه؟ ناروغ مراجعين يې ښه کيږي او که نه؟ څه ډول درمل پلوري با کيفيته او که بې کيفيته؟ د روغتيا په برخه کې خو به له غش او خداع څخه کار نه اخلي…. او داسې نور…

زموږ د امام ابو حنيفه رحمه الله په قول په بالغ حر باندې د پېر او پلور بنديز بايد ونه لګيږي البته که چيرې ډاکټر ناپوه و بايد بنديز به پرې ولګيږي ځکه عامو مسلمانانو ته يې ګټه رسيږي زموږ د فقهې کتابونه ليکي:
لأن أبا حنيفة -رحمه الله- يرى الحجر في موضع يعود بنفعه إلى العامة كالحجر على الطبيب الجاهل، ومنفعة الحجر هنا عائدة إلى عامة المسلمين (المحيط البرهاني)

زموږ د خپل امر باالمعروف وزارت له محترمو کارکوونکو څخه دا هيله وه چې لومړيتوبونه يې درک کړي وای، د روغتيا په سکتور کې يې اساسي کارونه کړي وای، د بې کيفيته درملو مخه يې نيولې وای، نا اهله ډاکټران يې پيژندلي او له دندو لرې کړي وای او په ټوله کې يې د روغتيا سکتور په پښو درولو کې يې اساسي رول لوبولی وای، چې موږ نورو هيوادونو ته د درملنې لپاره محتاج نه شو، اړتياوې مو په کور دننه پوره او د ناروغانو ساه مو په فرضي کرښه د پرديو د ډنډو لاندې ونه خيږي، همدا د دوی اسلامي او ملي مکلفيت او د امر بالمعروف د شعيرې غوښتنه ده.

موږ دا نه وايو چې دوی دې ډاکټران د ږيرې پريښودلو يا سر پټولو ته نه رابولي، خو دا بايد ومنل شي چې دا اولويتونه نه دي، علامه مفتي رشيد احمد لدهيانوي رحمه الله په خپل کتاب (شرعي لباس) کې وايي چې لنګوټه تړل د رسول الله صلی الله عليه وسلم عادتي سنت دی چې سنت زوائدو څخه ګڼل کيږي، بلکه له پخوا راهيسې د ځينې مسلمانو هيوادونو اوسيدونکو لوڅ سر ګرځيدل عادت و.

مقري په خپل کتاب (نفح الطيب من غصن الأندلس الرطيب كې ليکي: (وأما زيّ أهل الأندلس فالغالب عليهم ترك العمائم، لا سيما في شرق الأندلس، فإن أهل غربها لا تكاد ترى فيهم قاضياً ولا فقيهاً مشاراً إليه إلاّ وهو بعمامة، وقد تسامحوا بشرقها في ذلك، ولقد رأيت عزيز بن خطاب أكبر عالم بمرسية، حضرة السلطان في ذلك الأوان، وإليه الإشارة، وقد خطب له بالملك في تلك الجهة،وهو حاسر الرأس، وشيبه قد غلب على سواد شعره. وأما الأجناد وسائر الناس فقليل منهم تراه بعمّة في شرق منها أو في غرب، وابن هود الذي ملك الأندلس في عصرنا رأيته في جميع أحواله ببلاد الأندلس وهو دون عمامة….)

نو بناء د امر بالمعروف وزارت کار کوونکي بايد خپل اساسي مسووليت ته متوجه شي لومړيتوبونه درک او کار ورباندې وکړي.
وما علينا الا البلاغ المبين.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

که دسنت او مستحب په نه عملی کولو باندی خلک له کاره منع کیږی نو دا به دطالبانو دین وی نه دخدای دین. درزق پیدا کول فرض دی، دکار واهل کار ته سپارل فرض دی هغه نه عملی کیږی خو دږیری په سر دنیا ټوله کته او پورته کیږی. طالبان باید اول اسلام زده کړی او بیا دهغه په اصولو باندی جامعه جوړه کړی.
سوال دا ده چه امر بالمعروف وزارت سته او دهغه لپاره کار نسته. یوازی همدا دری څلور کارونه دی چی دطالبانو اولنی حکومت باندی وړنګیده. طالبانو لا له تاریخ نه ندی زده کړی.

طوطی

خر موسی را چون به مکه برند، چون پس آرند هنوز خر بود. الله دی مونږه ټولو ته هدایت وکړی. په ریښتیا هم چی لمړنی حکومت د طالبانو همدا امربالمعروف ړنګ کړ. اوس هم دوی ته کار نشته بس ښځو پسی یی راخیستی، ږیره او پټکی پوری یی اسلام خلاصه کړی. ټوله دنیا ورته ګوری څه وخت به دا خلک سړی کیږی؟

میرافغان

ډیر ښه او پرځای نظر دی پاملرنه باید ورته وشي۔

ځیرک څارونکی

زما په نظر دا کوم ګام چي د امر بالمعروف وزارت تر لاس لاندي نیولی دي دا ښه او د تائید وړ ګام دي چي حسبه باید اول له دولتی مامورینو شروع شي خو دا کار باید یوازی په څو محدودو ظاهرا نمایشی کارونو را ټول نه وي لکه ږیره پریښودل او لنګوټه یا خولي په سر کول بلکه ساحه ئې باید وسیع وي او مختلفی برخي باید راونغاړي لکه فاتح صاحب چي ورته اشاره کړي ترڅو یو بنیادی تغیر ته زمینه مساعده شي، زه وایم دا تیر حکومت چي په مامورینو د چسپ پتلون او نیکټایې د اغوستلو اصرار… نور لوستل »

طاهر ثابت

دمامورینو داصلاح دمخالفت خبره نده. اصلاح دی کړی او شل واری دی دا کار وکړی. خو داصلاح لیاره خشونت ندی. درسول ص عمل او قول دی په نظر کی ونیسی. هغه له مخالفینو سره څنګه رویه وکړه؟ دحضرت عمر خشونت څومره واری دنبی ص لخوا رد سو. عمر رض دعدالت سرسخت غوښتونکی وو او نبی ص دتیری او بخشش او نرمی مثال وو. دمسلمانو لپاره دنبی ص اسوه حسنه پاتی ده نه دعمر رض. طالبان همد مناسبت ته نګوری او هسی چیری چی یو څه ووینی نو بیا په شدت هغه عملی کوی. خشونت دادی چی په ږیره یی بندی… نور لوستل »

محمد

شعر باید داسې ولیکل شي: خر عیسی گرش به مکه برند** چون بیاید هنوز خر باشد
سگ به دریای هفتگانه بشوی** که چو تر شد پلیدتر باشد

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx