ورزش

راشد خان د پي ايس ايل پايلوبه کې د ګډون راپورونه رد کړل، وايي «ملي دنده لومړيتوب لري»

نن ټکی اسيا (شنبه، ۷ کب، ۱۴۰۰ل): وروسته له هغه چې د پاکستان جيو نيوز تلويزوني رسنۍ د پاکستان سوپر ليګ پايلوبه کې د سرچينو په حواله د راشد خان د ګډون خبر ورکړی و، راشد خان دغه خبرونه رد کړي دي.

د پاکستان يو شمېر رسنيو او مخکښ خبريالانو د سرچينو په حواله په ټولنيزو رسنيو ليکلي چې د لاهور قلندرز لوبډلې اداره هڅه کوي راشد خان په ځانګړې الوتکه کې له بنګلديش څخه لاهور ته او په هماغې شپه بېرته بنګلديش ته ورسوي.

بل لوري ته ملي ستوري راشد خان په خپله ټويټر پاڼه دغه خبرونه رد کړي او زياته کړې چې تر هر څه ورته زياته ملي دنده مهم ده، او په داسې وخت کې لوبډله نشي پريښودلی.

هغه ليکلي، «دا به ډيره په زړه پورې وه چې د پي ايس ايل پايلوبه کې د لاهور قلندرز سره يوځای وای، خو ملي لوبې تر هر څه لومړيتوب لري او زه نشم کولی دغه لوبې پريږدم، خپل لوبډلمشر شاهين افريدي، سمين رانا او لوبډلې ته د بريا غوښتونکی يم».

د بنګلديش او افغانستان ترمنځ په لومړيو دوه يو ورځنيو لوبو کې افغانستان له پرلپسې ماتو سره مخ شوی دی. ددوی ترمنځ دريمه لوبه د دوشنبې په ورځ ترسره کيږي‌.

راشد خان د لاهور قلندرز لوبډلې په استازيتوب د پاکستان غوره ليګ لومړيو نهو لوبو کې ګډون وکړ چې په غوره ايکانومي سره يې ۱۱ ويکټې واخيستلې.

د هغه لوبډلې تېره ورځ په حيرانونکې لوبه کې اسلام اباد ته ماتې ورکړه او پايلوبې ته ووتله. لاهور به د يکشنبې په ورځ د پي ايس ايل پايلوبه کې ملتان سره مخامخ کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx