نظــر

د یوکرائن شخړ‎ہ

حفيظ الدين پيرزاده

تر څو چې موږ‎ حوادثو ته د غربي میډیا له عینکو گورو، ھمداسې به حقایق را څخه پټ وي. تر څو چې مو د حق پیژندنې مرجع غلطه وي، د تحلیلونو نتیجه به مو ھم غلطه را وځي.
سیکولر ذھنونه ھیڅ شی سل سلنه حقیقت نه بولي، ھغوی ھر څه د نسبي او مقایسې پر تله تلي.

دا یواځې موږ‎ مسلمان یو چې په داسې یو کتاب ایمان لرو چې په پیل کې یې الله عزوجل د سیکولرانو دا نظریه ردوي او وایي: ذَٰلِكَ الْكِتَابُ لَا رَيْبَ ۛ فِيهِ……
مانا دا چې نور څه به مقایسوي او نسبي وي خو قرآن یواځینې کتاب دی چې د شک، مقایسې او نسبت ھیڅ گنجائش پکې نشته. ھرہ خبرہ یې زر سلنه پر حق او حقیقت ولاړ‎ہ دہ!
ھمدا قرآن پیغمبر علیه السلام مخاطبوي او وایي:
وَ نَزَّلْنا عَلَيْكَ الْكِتابَ تِبْياناً لِكُلِّ شَيْ‌ءٍ وَ هُدىً وَ رَحْمَةً وَ بُشْرى لِلْمُسْلِمينَ. سورت نحل

یوکرائن
د مسافت له مخې د اروپا دویم ستر ھیواد دی. له ۱۹۲۲ م څخه تر ۱۹۹۱ م پورې د شوروي اتحاد برخه وہ. خو د کمونیزم تر ماتیدو وروسته یې ازادي واخیسته. د یوکرائن نژدې شل سلنه وگړ‎ي روسی الأصله دي. له څو کلونو را پدیخوا یې یوہ برخه د ازادي غوښتونکو او روسیې سرہ د الحاق خوښوونکو تر قبضې لاندې دہ.

کریمیا:
د تورې بحیرې پر غاړ‎ہ پرته وړ‎وکي جزیرہ دہ. د وگړ‎و شمیر یې دوہ میلونه او دوہ لکه دی. تر ۶۵ سلنې زیات وگړ‎ي یې روسان دي. په مارچ ۲۰۱۴ م کې ھلته رفرنډم وشو، تر څو مالومه شي چې کریمیا له یوکرائن سرہ پاته کیږ‎ي او که د روسیې یوہ برخه جوړ‎ېږ‎ي چې نژدې نوي سلنه رایې له روسیې سرہ د الحاق په حق کې وې!
دا رنگ کریمیا د روسیې یوہ برخه شوہ.

روسیه:
روسیه د شوروي اتحاد تر ړ‎نگیدو پس په یوہ ډیر ناوړ‎ہ اقتصادي، سیاسي او اداري حالت کې واقع وہ.
نړ‎ۍ یو قطبي شوې وہ، امریکا خپل سیال نه لیدہ او د توسعې سیاست یې پر مخ ووړ‎. خو تر یو څه گډوډیو پس، د روسیې د قدرت واگی فولادي ولسمشر ویلادمیر پوتین ته په لاس ورغلې.
ھغه روسیه یو ځل بیا د نړ‎ۍ د سترو قدرتونو په کتار کې ودروله.
غرب چې د مړ‎ې روسیې په وجود کې د بیا را پاڅیدلو نښې ولیدې نو یې ھڅه وکړ‎ہ چې یې تر خپلې نظامې محاصرې لاندې راولي. د بالتیک ریاستونه لیتویا، لیتوانیا، او استونیا چې له روسیې سرہ سرحد لري، د ناټو غړ‎ی شول.
په ۱۹۹۹ م کې پولنډ ھم د ناټو غړ‎یتوب واخیست. ناټو په دې ھیوادونو کې خپل نظامي تنصیبات او فوځي ھډې جوړ‎ې کړ‎ې!
یواځې بلاروس د ناټو غړ‎یتوب و نه مانه او له روسیې سرہ په اتحاد کې پاته شو.
دا ټول ھغه مھال پیښ شول چې روسیه پخپلو کورنیو شخړ‎و کې داسې لتاړ‎ وہ چې د ناټو د ځواب ځواک یې نه درلود.
خو روسیه چې کله پخپلو پښو ودریدہ، تر ټولو عاجل ورته د کریمیا د شخړ‎ې حل کول ور تر غاړ‎ې و.
کریمیا چې د اوسیدونکو قاطع اکثریت یې نسلاً روسان دي او د تورې بحیرې پر غاړ‎ہ پرته دہ، د رفرنډم له لیارې له روسیې سرہ یو ځای شوہ.
د کریمیا الحاق د روسیې لپارہ حیاتي ارزښت درلود ځکه د بحیرې پر بلې غاړ‎ې د ناټو ستر نظامي مرکز استانبول پروت دی. که کریمیا د ناټو لاس ته ورغلې وہ نو بیا به پر تورې بحیرې د ناټو د سمندري ځواکونو مطلق کنترول حاصل شوی وای. روسیه به تر یو داسې ستراتیژیک انحصار لاندې راغلې وہ چې د ناټو د گواښ تورہ به یې تل پر سر ځوړ‎ندہ وہ.

زہ کله کله د خپلو ھغو خوش باورہ ملگرو فکر ته حیران شم چې د ترکیې د اخواني اردوغان د قرآن کریم پر تلاوت غولیږ‎ي.
ھغوی کله ھم دا فکر نه کوي چې ترکیه د ناټو غړ‎ې او په سیمه کې د یھودو تر ټولو سترہ ائیتلافي دہ!
الله عزوجل په سورت مائدہ کې په صریحو الفاظو مؤمنان د یھودو او نصاراو له ملگرتیا څخه منع کړ‎ي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَىٰ أَوْلِيَاءَ
او که څوک د الله عزوجل له دې حکم څخه سرغړ‎ونه وکړ‎ي نو الله عزوجل ورته په ھمدې مبارک آیت کې خپله فیصله داسې اوروي: ۚ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ ( او څوک چې له تاسې څخه د ھغوی ملگرتیا وکړ‎ي، نو ھغه د ھمغوی له ډلې څخه دی ) استغفر الله! په قرآن کریم کې مسلمانان له ډیرو شیانو منع شوي، محرماتو ته رجس یا گندگي ویل شوې، د شیطان عمل بلل شوي خو پر کولو یې مسلمان له اسلام څخه نه دی وتلی.
د مائدې په دې مبارک آیت کې له یھودو او نصاراو سرہ ملگرتیا سړ‎ی د اسلام له دایرې باسي!
زہ د اسلامي اما رت د مشرانو سیاسي بصیرت ته سلام کوم چې د ترکیې ھغه وړ‎اندیز یې مسترد کړ‎ چې د ناټو د فوځونو تر وتلو وروسته یې په افغانستان کې د پاته کیدو لپارہ کړ‎ی و. اما رت د ترکیې پر مکر غلط نشو بلکې ورته یې وویل: له کفارو سرہ یو ځای د مسلمان د کور د اشغال لپارہ راغلې وې، اوس چې ھغوی تښتي، ته دې ھم کډہ باروہ!

د جگړ‎ې محرکات:
۱- د یوکرائن ھڅه چې د ناټو غړ‎یتوب تر لاسه کړ‎ي
۲- د یوکرائن ھڅه چې خپل اټومي تنصیبات له سرہ و رغوي
۳- د یوکرائني حکومت لخوا له خپلو روسي الأصله اتباعو سرہ پر نسلي تعصب ولاړ‎ توپیري چلند او داسې نور

یوکرائن:
په ۲۰۱۹ م کې د یوکرائن حکومت د جعلي او تقلبي انتخاباتو له لارې د یھودو پر مرسته قدرت ته ورسید.
اوسنی ولسمشر زیلینسکي، صدراعظم او نور ډیری لوړ‎ پوړ‎ چارواکي یې نسلاً یھود دي.
اوسنی ولسمشر تر دې دمخه د میراوس، غني او اسماعیل شاھد په څیر یو مذاحیه اداکار و چې د غرب صھیوني رسنیو ترې د یوکرائن مفکر جوړ‎ کړ‎.
که روسیې د کریمیا او یوکرائن په اړ‎ہ پر وخت اقدام نه وکړ‎ی نو اوس به روسیه د ناټو په جال کې داسې نښتې وہ چې د نجات ھیڅ لار به یې نه لرله!
که امریکا پر افغانستان د حملې جواز دا ښئیي چې افغان حکومت یې دښمن ته په خپل کور کې پناہ ورکړ‎ې وہ او دا چې د یولسم سپتمبر حادثه له افغانستان څخه پلان شوې وہ سرہ له دې چې ھیڅ سند یې ھم وړ‎اندې نه کړ‎ای شو، نو بیا ولې روسیه دا حق و نه لري چې د خپلې خاورې دفاع لپارہ په ورته عکس العمل لاس پورې کړ‎ي؟
د چین د بھرنیو چارو وزارت ھم د یوې اعلامیې په خپرولو د روسیې دا عمل اشغال یا یرغل نه دی بللی.

په یوکرائن کې جگړ‎ہ څوک غواړ‎ي؟
موږ‎ د دجل، فریب او فتنو په زمانه کې ژوند کوو، داسې یوہ زمانه چې حقیقت مو تل له سترگو پټیږ‎ي او یا ھم په مسخه شوي توگه مو ماغزو ته را پیچکاري کیږ‎ي.
مرحوم استاد الفت وایي:
ډیر څه مو ومنل، ھغه وروسته غلط وختل
ډیر څه مو رد کړ‎ل چې نن علم او حکمت ومنل

د دې جگړ‎ې اور ته تر ټولو زیات پکی د یھودو صھیونستي حکومت وھي. خو غرب لا ھوښیارې کړ‎ې چې د جگړ‎ې ډگر ته یې نه دي رادانگلي.
که ناټو جگړ‎ې ته راشي، لکه څرنگ یې چې یھود غواړ‎ي، نو دا به دریمه نړ‎یواله جگړ‎ہ وي، داسې یوہ جگړ‎ہ چې لومړ‎ۍ او دویمه نړ‎یواله جگړ‎ہ به یې په مقابل کې د ماشومانو جگړ‎ہ ښکارہ شي؛ داسې یوہ جگړ‎ہ چې پیغمبر علیه السلام الملحمة الکبری بللې، یھود یې ارمیگډان بولي؛ داسې یوہ جگړ‎ہ چې پیغمبر علیه السلام یې د ھرو سلو جنگیدونکو څخه د یوہ کس د ژوندي پاته کیدو وړ‎اندوینه کړ‎ې. په عامو جگړ‎و کې په ھرو سلو کسانو کې د ۹۹ جنگیدونکو وژل کیدل ډیر کم احتمال لري نو مالومه شوہ عامه جگړ‎ہ به نه وي، کیمیایي، اټومي او نورې ھایدروجني وسلې به پکې کاریږ‎ي.
دا جگړ‎ہ به ھیڅ گټونکی نه لري، او لکه څرنگ چې پکټ بریتانیکا خپل سوپر پاور توب پکټ امریکانا ته پرې ایښی و، پکټ امریکانا به خپل ځای پکټ جوډایکا ته پریږ‎دي.
اسرائیل به یو ځل بیا لکه د سلیمان علیه السلام په زمانه کې خپل طلائي دور ته ستنیږ‎ي، سلیماني ھیکل به له سرہ رغول کیږ‎ي.
نو ځکه اسرائیل دا جگړ‎ہ غواړ‎ي، کوښښ کوي چې ناټو پکې د ھر ممکن فریب، دجل او نیرنگ له لارې داخله کړ‎ي. خو لا نه دہ بریالی شوی!
وَمَكَرُوا وَمَكَرَ اللَّهُ ۖ وَاللَّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ.

زموږ‎ دریځ:
د دویمې نړ‎یوالې جگړ‎ې پر مھال لویې جرگې د ولس په استازی د افغانستان د ناپېیلتوب تصمیم نیولی و.
ھمدا فیصله د یوکرائن او روسیې په جگړ‎ہ کې اسلامي اما رت ھم وکړ‎ہ چې په ھر لحاظ منطقي، پر واقعیتونو ولاړ‎ہ او د افغانستان له شرایطو سرہ مناسبه دہ.
______________
حفیظ الدین پیرزادہ
د فبرورۍ ۲۵/ ۲۰۲۲ م
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

ډېره ښه لیکنه ده. که نړېواله جګړه ولګېده او ناټو او امریکایان بریالي شول، مانا به یې دا وي چې نړۍ بېرته یو قطبه کېږي(که څه هم چې چین به شتون ولري). په دې صورت کې به هغه هېوادونه چې نه غواړي د امریکې تر اغېز لاندې وي، د لوی خطر سره مخ شي. خو که نړۍ د پخوا په شان دوه قوي قطبونه ولري، ډېر امکان شته چې کوچني او ضعیف هېوادونه خوندي پاتې شي. مننه

احمدولي حقمل

د روسيې او يوکرين د جګړې په هکله يو تر ټولو غوره تحلیل، پر ګوتو مو برکت سه

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx