نظــر

د پوهنتون بڼه بدله وه

ابوبکر خپلواک

هغه چې وایي، شل کلن اشغال ارت و او بڼې یې مختلفې وې، رښتيا هم همداسې وه، په جبر راغلې کفري نړۍ یوازې د مؤمن طالب په وژلو بسنه ونکړه، بلکې د معمول مطابق یې د افغاني ثقافت پښې هم ووهلې، دوي معنوي ککړتیا ته رښتیا هم ډېر کار وکړ.

کله چې سلامت کفر دلته جبراً خپله پښه کېښودله له کمې مودې وروسته ښاري ماحول سمه بڼه بدله کړه، په ښاري او پوهنتوني ماحول کې به کالي، خولۍ او پګړۍ، حجاب او حیاء داسې ښکارېده لکه په اوړو کې مالګه.

کابل پوهنتون له شلو زرو ډېر زدکړیالان په خپله غېږ کې لري، په دور د رژیم کې ددې مکان هر نقطه د اختلاط او بې حیایۍ بارزه نمونه وه، مرکزي کفتریا د حقوقو او ژورنالېزم پوهنځۍ انګړ بیا د غربي ژوند بڼې یو په ځان پوره مثال کیدای شوی.

هلته به بدون له پړوني پېغلې او ځوانان په مجلس، مرکو او انځور اخیستو لیدل کېدل، هغې بې تهذیبه چاپېریال په ایمان هم اسلامپال محصلین ځورول، مؤمن ضمیر او فطرت همدا پوښتنه مطرح کوله چې ولې په دومره ککړ مکان کې زدکړه وشي، انسان به یې همدې فکر ته اړ ایست چې بالآخره ددې ناروغۍ علاج به څه وي، حالاتو په اوچت غږ ویل چې دلته دعوت او تبلیغ یوازې سبب د تمسخر کېدای شي.

د اسلام نومدار قلموال او ستر شهید سید قطب (تقبله الله) هم په خپل ژوند کې پورته حالات تجربه کړي، دی په خپلو نایابه اثارو کې د داسې ککړ چاپېریال څخه برائت اعلانوي او وروسته یې حل لارې بیانوي، بنده یې د قلم زرينې کرښې تر یو حده ولوستې، نجوړ یې همدا و چې ددې او دې ته ورته د سلګونه نورو ګمراهیو علاج یوازې آسماني دین او مؤمن نظام کیدلای شي.

شهيد رښتيا ویلي ۇ؛ پرون مې د همغه پوهنتون انګړ په یو بشپړ متفاوت حالت کې ولید، دومره ستر توپیر سړي ته هسې خوب ښکارېدلو، اوس د سهار له اتو تر یولسو بجو پوهنتون په خپله غېږه کې افغان خوېندې روزي، له رخصت وروسته په یو ساعت فرصت کې د پوهنتون انګړ خالي او بیا ځلې مردانه محصلینو ته ښه راغلاست وایي.

پرون چې مې دا سپېڅلی بدلون لیدلو، تصادفً مې هغو شهيدو وینو ته دوعاء په خوله او زړه راتله چا چې د خپل تن وینه ددې نظام د نفاذ لپاره ځار کړه، درجات مو خدای بلند کړه اې د اسلام فداکاره او جنتي زلمو، یوازې موږ نه بلکې ټول ملت ستاسو د احسان پوروړي یو. د نظام او وزارت زیار دې خدای قبول او د پوهنتون د رهبرۍ دې کور ودان وي چې دا ستر علمي مرکز یې سمبال او سم مهار کړ.

راځئ تعلیم وکړو تر څو ځان سیال د جهان کړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx