نړۍ

د نړۍ مختلفو هيوادو کې پر يهودانو يرغلونه شوي

له استرليا خبري راپور وايې سيډنې کې يوڅو زلميانو د يهودي کوچنيانو نه ډک بس باندې يرغل کړی، او کوچنيان يې سخت ډارولي، خبر کې راغلي هلکان بس ته راوختل او پر کوچنيانو يې چغې شروع کړې او ګذارونه يې پرې وکړل، خو کوم يو زيانمن شوی ندی، هغوی کوچنيانو ته ويل ” اووو هيټلر!” ” يهودان ووژنئ” او  ” فلسطين ازاد کړئ “.

جاکي بلکبيرن د کوم درې لوڼي چې ياد بس کې ناستې وې، وايې: دې بريد کوچنيان و ترهول او ويې ژړول، او زياتوي: “زما لور وايې: اوس له هرشي ډاريږم”. د ځای پوليس وايې: پنځه واړه هلکان اوس د دوی ولکه کې دي، او تحقيقات يې ترې پيل کړي.

لندن څخه هم دغه ډول راپورونه راغلي دي؛ يوه خبر کې راغلي چې د يهودانو پر عبادت ځايونو د بمي ګذارنو ګواښونه شوي دي، او  يوه يهودي ملا باندې حمله هم شوې ده.
فرانسه کې فلسطيني ملاتړو ډېر اخ او ډب ته لاس اچولی او د يهودانو بازارونه يې لوټ کړي او موټرې يې ورته سوزولي دي.

موراکو کې يو ځوان يهودي ملا دومره وهلی چې اخر بې هوښه شوی دی.

الله تعالی هيڅکله ظالم بې له سزا ورکولو نه پريږدي. يهودانو چې د فلسطين پر مسلمان ولس کوم بې رحمه يرغل کړی، هغه به د نړۍ يو مسلمان هم هير نکړي، او پدوی او ملګرو به يې دا ډول يرغلونه نور هم ډېر شي، اوس يهودان هرځای کې د داسې غورځنګونو انتظار باسي.

دخبر سرچينه: الجزيرة

لیکوال: چغتايي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x