شعـــــرونه

د ځوانۍ اور/ عمري

محمد علي عمري

د ځوانۍ اوره په هيڅ نه سړېدې
زورور زوره په هيڅ نه سړېدې

چي د بوسې پر ځای دې غېږه غوښته
د مستۍ شوره په هيڅ نه سړېدې

شباب آورګولۍ دې نه پيژندې
خمار نسکوره په هيڅ نه سړېدې

په يوه يار ګوزاره نه کېدله
وو له هرلوره په هيڅ نه سړېدې

اوس په دې لو ږیره غربت کشوه
عمري وروره په هيڅ نه سړېدې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx